د مسلمان لوبغاړي په احترام د بریا جشن په شرابو ونه لمانځل شو
۱۴۰۰ دی ۳۰, پنجشنبهد ایشز ټیسټ سیریز پر مهال د استرالیا د کريکټ لوبډلې کپتان پیټ کمنس تر اوسه پورې نه یوازې د لوبې په ډګر کې د تیز بالانګ یا توپ اچونې او ښې رهبرۍ له کبله د خلکو پام ځانته را اړولی دی، بلکې هغه د بریالیتوب په جشن کې ټولو لوبغاړو ته د یوه ډول ارزښت په ورکولو سره د مینه والو له خوا ډیر ستایل شوی هم دی.
د پنځو ټسټ لوبو ایشز سریز له څلور صفر سره تر ګټلو وروسته، کله چې استرالیایي لوبغاړي پر سټیج د بریا له جام سره د شمپاین بوتل له پرانیستلو سره خپل عنعنوي جشن لمانځلو، نو د استرالیایي لوبډلې لومړنې مسلمان لوبغاړی عثمان خواجه یوې غاړې ته ودرید، څو پر هغه د الکولو څاڅکي ونه ولیږي. خو کپتان کمنس په لوبډله کې د اتحاد او یووالي یو مثال قایم کړ. هغه لوبغاړي د شمپاین شاور یا پاشلو څخه منع کړل او له عثمان خواجه څخه یي وغوښتل چې له بریالي ټیم سره یوځای ودریږي.
د خپل لوبغاړي درناوی
پیټ کمنس د سیالۍ تر پای ته رسیدو وروسته وویل چې د دوی په لوبډله کې د مختلف پسمنظر لرونکي لوبغاړي موجود دي او د دې خبرې ډاډ ترلاسه کیږي چې هر غړې په خوشحالۍ او خپلې طریقې سره برخه واخیستلی شي.
د کمنس په خبره: «زما په اند د دې یو دلیل د یوه بل له پاره ډیر احترام او درناوی دی. مونږ غوښتل ډاډ ترلاسه کړو چې زمونږ د لوبډلې ټول ملګرې باید په انځور کې موجود وي.»
عثمان خواجه په یوه تویتري پيغام کې له خپل لوبډلمشر کمنس څخه په مننې کولو سره ولیکل: «که دغه ویډیو تاسې ته دا نه ښکاره کوي چې هلکان زما ملاتړ کوي، نو نور څه ښکاره کوي.»
د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې زیږدلی عثمان خواجه د استرالیا لومړنی پاکستاني الاصله مسلمان لوبغاړی دی. عثمان خواجه چې چپ لاسی بیټسمین دی وروسته له دوه نیمو کلونو څخه بیرته د کریکټ ټیسټ لوبو ته ستون شوی دی.
هغه په سدني کې د ترسره شوي څلورمې ټیسټ لوبې پر مهال په دواړو اننګزونو کې د سلیزو په جوړولو سره په پنځمه ټیسټ لوبه کې د لوبیدو له پاره په لوبډله کې خپل ځای تضمین کړی و.
په ټولنیزو رسنیو کې د کمنس ستاینه
د پیټ کمنس دا اقدام نه یوازې د کریکټ د مینه والو او پخوانیو لوبغاړو له خوا، بلکې د څارونکو له خوا هم ستایل شوی دی. د هغه دغه ویډیو تر سیالۍ سمدستي وروسته په ټولنیزو رسنیو کې خپره او لاس په لاس شو.
د پاکستان پخواني تیز توپ اچووونکي عمر ګل په یوه ټویټ کې لیکلي دی: «ښه مشر تل پر خپلو ټولو همکارانو پام ساتي او د ټولو یو ډول احترام کوي او پیټ کمنس همداسې وکړل.»
آژانسونه: ش.ن/ن.ز