1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د محمد محقق زوی باقر محقق د خپل ورور له خوا وژل شوی

۱۳۹۸ بهمن ۲۰, یکشنبه

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق ته یو له نږدې کسانو دویچه ویله ته ویلي دي چې د محمد محقق زوی باقر محقق د خپل ورور په وسیله وژل شوی دی. په دې پيښه کې شپږ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/3XUVs
Afghanistan Mohammad Baqer Mohaqeq
انځور: Privat

د هغو رپوټونو په حواله چې نن د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې ۹ نیټه) خپاره شوي دي، د «راه فردا» تلویزون مشر او د افغانستان د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال حاجي محمد محقق زوی، محمد باقر محقق د خپل ورور له خوا په خپل کور کې وژل شوی دی.

د محمد محقق سکرتر داکتر سکندري د باقر محقق د وژل کیدو خبر په تائیدولو سره دویچه ویله ته وویل چې هغه د یکشنبې د شپې په نیمایي کې د خپل ورور حسین محقق له خوا چې په رواني ناروغۍ اخته وو، وژل شوی دی. سکندري وایي کله چې باقر د خوب په بستر کې ویده وو حسین محقق پرې ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

سکندري زیاتوي چې په دې پيښه کې حسین محقق پر شپږو نورو کسانو هم ډزې کړي دي او هغوي یې ټپیان کړي دي.

د سکندري په خبره تر ډزو وروسته د پولیسو ځانګړي ځواکونه ځان د پيښې ځای ته رسوي او پر حسین محقق ډزې کوي او هغه ټپي کیږي.

ښاغلي محقق د خپل زوی د وژل کیدو په اړه رسنیو ته وویل: «د خدای په پریکړې راضي یم. باقر جان ښه هلک وو، ښه ځلیده، د سیاست او فرهنګ په برخه کې، البته د الله رضا په همدې کې وه چې دا پېښه رامنځته شوه. یو بل لعنتي رواني ناروغ زوی لرم چې د هغه ځلیدل یې نه شوای زغملی، رواني ناروغ دی. هغه بیچاره یې په خوب کې وویشته. له خدای ج نه ورته د مغفرت هیله لرم، زه پخپله هم صبر لرم او د خدای منندویه یم، په هر حال کې.»

باقر محقق د «راه فردا» په نوم د تلویزوني شبکې مشر وو چې په تیرو پارلماني ټاکنو کې یې ځان کاندید کړی هم وو، خو بریالی نه شو.

 دویچه ویله دری: ش.ن/ن.ص