1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مارچ تر پایه سل طالب بندیان آزادیږي

۱۳۹۹ فروردین ۷, پنجشنبه

د افغانستان حکومت ویلي دي چې ۱۰۰ طالب بندیان په مشروط ډول پریږدي. د افغان حکومت د سولې د تماس ګروپ او طالبانو تیره ورځ د بندیانو د آزادولو په تړاو د ویډیويي کنفرانس له لارې پر تخنیکي اقداماتو خبرې وکړې.

https://p.dw.com/p/3a2xo
Afghanistan  Taliban Gefängnis
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

دا د دواړو لورو دغه ډول دوهم غونډه ده چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ توافق وروسته ترسره کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د فرمان له مخې به «د بندیانو د سن، روغتیایي حالت او کرونا ویروس پر وړاندې اسیب پذیریو ته په کتلو سره، د مارچ تر ۳۱مي نېټې پوري سل تنه زندانیان د بشري خواخوږۍ په خاطره د طالبانو د ډلي او زندانیانو څخه جنګ ته د بیا نه راګرځېدلو تر تضمین تر لاسه کولو وروسته، خوشي شي.»

په اعلامیه کې راغلي دي چې په دې تړاو د نورو بحثونو له پاره به په راتلونکو ورځو کې د طالبانو یو ټیم له حکومت سره مخامخ وویني.

خو په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې په دغه ویډیويي کنفرانس کې چې څلور ساعته یې دوام وکړ «پریکړه وشوه چې د بندیانو د خلاصون پروسه به د مارچ په ۳۱مه نېټه عملاً پیل شي.»

د سهیل شاهین په خبره دوی به یو هئیت د بګرام زندان ته لیږي، څو د لېست له مخې د بندیانو په پيژندنه او راخلاصولو کې مرسته وکړي.

طالبانو تل پر دې خبره ټینګار کړی دی چې باید پنځه زره بندیان یې خلاص شي. خو افغان حکومت وایي چې په یوه ځل د دومره بندیانو آزادي امکان نه لري. تر دې دمخه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۵۰۰ بندیانو له آزادیدو سره موافقه کړې وه.

خو د افغان حکومت او طالبانو له لوري په دغه تازه څرګندونو کې د طالبانو په بند کې د زندانیانو په هکله کومه یادونه نه ده شوې.

له بل لوري بیا د افغانستان د سولې له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پرونې غونډه په هکله په یوه ټویټ کې د دواړو لورو بندیانو د آزادولو یادونه کړې.

د هغه د پیغام په یوه برخه کې راغلي دي چې «دواړو غاړو توافق وکړ چې د بندیانو خلاصون به د دواړو خواوو له خوا د مارچ په ۳۱مه پېل شي.» خلیلزاد دغه څه د یوه مثبت پرمختګ په توګه یاد کړي.

په دغه ویډیويي کنفرانس کې پر افغان حکومت او طالبانو سربیره زلمي خلیلزاد، د قطر هیواد چارواکو او همداشان د سره صلیب استازي هم ګډون درلود.