1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ماداګاسکر ولسمشر د کرونا د تداوۍ له پاره یو څښاک معرفي کړی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

د ماداګاسکر ولسمشر اندرې راجیولینا ظاهرا د کرونا ویرس د ممکنه درملنې له پاره د نباتاتو له یو ډول څښاک څخه یادونه کړې. دا په داسي حال کي چي ددغو دوایی بوټو اغیزه تر اوسه له هیڅ کوم سازمان له خوا نه ده تأیید سوې.

https://p.dw.com/p/3bGBx
Iles eparses | Madagaskars Präsident Andry Rajoelina
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/A. Novoderezhkin

په ختیځه افریقا کي د ماداګاسکر هیواد ولسمشر اندرې راجیولینا د سه شنبه په ورځ د نباتي ترکیب داسي یو څښاک معرفي کړی چی د هغه په خبره د کرونا د نوي ویروس له امله ناروغي درملنه کوي.

راجیولینا د تطبیق سوو پلټنو په انستیتوت کي د خبریالانو او خارجي دیپلوماتانو په مخکي ویلي چي آزمویني ترسره سوي او دوه تنه ناروغان ددغه بوټي د ترکیب تر څښلو وروسته بیرته جوړ سوي دي.

هغه زیاته کړې: «د نباتاتو دغه څښاک د یوې اونۍ په ترڅ کي نتیجه ورکوي.» وروسته بیا هغه په خپله د حاضرینو په مخکي هغه وڅښه او وېي ویل چي زه لومړنی کس یم چي ستاسو په مخکي هغه څښم تر څو درته ثابته کړم چي دغه څښاک درملنه کولای سي او څوک نه وژني.

د ماداګاسکر د تطبیق سوو څیړنو د انستیتوت د منابعو له مخي، دغه څښاک چی اوس د «کووید اورګانیک» نوم ورباندي ایښودل سوی، د ارتیمیسیا په نامه بوټي او په دغه هیواد کي له نورو بومي نباتاتو څخه جوړیږي چي د ملاریا د درملني له پاره یې مثبته اغیزه ثابته سوې ده. خو ددغه نبات د واقعي اغیزي په اړه ډیر شکونه موجود دي. ددغه بوټي اغیزمنتیا نه د نړیوالو سازمانونو له خوا تأیید سوې او نه هم د کارپوهانو له خوا په دې برخه کي نوري پلټني سوي. دا په داسي حال کي چي بین المللي ډاکټرانو په وار وار سره  د کرونا پرضد د ناپیژندل سوو نباتي ترکیب له څښاک څخه خبرداری ورکړی.

په امریکا متحده ایالاتوکي د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز، ددغه نباتي ترکیب له استعمال څخه خبرداری ورکوي او وایی چي «په دې اړه کوم طبي سند نسته چي نباتي ترکیبات دي د کووید ۱۹ ناروغۍ د درملني له پاره اغیزمن وي.

خو د ماداګسکر ولسمشر اندرې راجیولینا بیا دغه ډول دلایل ردوي او د هغو څښلو ته یې حتی په مکتبونو کي هم اجازه ورکړې تر څو په دې ډول د ماداګاسکر اتباع د کرونا له خطر څخه په امان پاته سي.

د افریقا په ختیځ د هند په اوقیانوس کي پروت دغه ټاپو وزمه هیواد تر اوسه پوري په کرونا باندي د ۱۲۱ تنو د اخته کیدو څخه خبرورکړی خو د مړیني کومه پیښه نه ده پکښي ثبت سوې.

دا په داسي حال کي ده چي په نړۍ کي د کرونا تر پراخیدو وروسته، په دغه هیواد کي، د دارویی بوټو په تیره بیا د لیمو او زنجفیل څخه جوړ سوي څښاک بازار ډیر تود سوی دی.

زموږ له آرشیف څخه: