1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیبیا په ساحل کې د کښتۍ ډوبیدو د۹۰ مهاجرین ډوب شوي

۱۳۹۶ بهمن ۱۳, جمعه

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان وايي چې د دوی ملګرو سازمانونو رپوټ ورکړی چې د لیبیا په ساحل کې د قاچاقبرانو یوه کښتۍ چې مهاجرین یې لیږدول په اوبو کې ډوبه شوي او پکې سپاره نوي کسان چې زیاتره یې پاکستانیان دي، مړه شوي.

https://p.dw.com/p/2s0O8
Libyen Mittelmeer - Flüchtlinge von Schlauchboot gerettet
انځور: Reuters/D. Zammit Lupi

د مهاجرت د نړیوال سازمان یا «آي. او. ام» ویاندې اولیویا هیډون وايي چې د جمعې په ورځ د کښتۍ د ډوبیدو له پیښې وروسته، ۱۰ جسدونه د لبیا د زواره ښار ته څیرمه پراته یوه ساحل ته اوبو راوړي دي. باور کیږي چې په دې جسدونو کې اته تنه پاکستانیان او دوه تنه نور یې بیا لیبیایان دي.

د تونس له پلازمینې څخه د مهاجرت د نړیوال سازمان ویاندې هیدون د تلیفون پر کرښه په ژنیو کې میشت خبریالانو ته وویل چې لومړني معلومات دا دي چې کښتۍ په اوبو کې خپل تعادل له لاسه ورکړی دی.

نوموړې همدا راز خبریالانو ته وویل چې له دوی څخه یوازې دوه کسان یې په دې توانیدلي چې د ساحل څنډې ته په لامبو ځانونه ورسوي او یو کس د کب نیوونکو لخوا ژغورل شوی.

ژغورل شوو کسانو چې پاکستاني او یو یې لیبیايي دي وايي چې په دې پیښه کې شاخوا ۹۰ کسان په اوبو کې ډوب شوي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان ویاندې همدا راز زیاته کړه چې د مدیترانې سمندر او لیبیا له لارې ایټالیا او اروپا ته د تلو له پاره ډیری پاکستاني مهاجرین دغه لار کاروي.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: