1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

د لیبیا ساحل ته څیرمه ۱۰۰ مهاجر لادرکه دي

۱۳۹۶ دی ۲۰, چهارشنبه

د لیبیا ساحلي څارونکو ویلي دي چې ددغه هیواد ساحل ته څیرمه ۱۰۰ مهاجر چې په کښتۍ کې سپاره ول لادرکه شوي دي. د ژغورل شوو ځينو کسانو څو ساعته په چپه شوې کښتې پوري ځانونه ټینګ کړي ول.

https://p.dw.com/p/2qcPo
Schwimmweste im Meer Griechenland Türkei
انځور: picture-alliance/AP Photo/L.Pitarakis

د لیبیا ساحل ته څیرمه د ډوبي شوي کښتې له۹۰ څخه تر سلو کسانو برخلیک نامعلوم دی. دغه خبر د ترابلس سمندري ځواکونو ورکړی دی. د هغوی په خبره د کښتۍ تر ډوبیدو وروسته ۱۷ تنه ژغورل شوي دي چې پکښې ښځې هم شته. زیاته شوې ده چې دغو کسانو څو ساعتونه ځانونه په کښتۍ پورې ټینګ کړي ول، څو ژغورونکي ډله ورورسیده.

د سمندري ځواکونو یوه ویاند ایوب قاسم، ویلي دي چې دغه پيښه د خمس ښار ساحل ته څیرمه رامنځ ته شوې ده. دغه ښار د پلازمېني طرابلس ختیځ ته په سل کیلومترۍ کې موقعیت لري. زیاته شوې ده چې په کښتۍ کې تر سلو زیات کسان سپاره ول.

د لیبیا د سمندري ځواکونو د معلوماتو له مخې، د الزویه ساحل ته څیرمه يې په یوه بله پيښه کې ۲۶۷ مهاجر ژغورلي دي چې د بیلا بیلو افریقایي هیوادونو دي. په دغه ډله کې ۱۷ ماشومانو هم شامل دي.

Italien Flüchtlinge werden von Hilfsorganisation Sea-Eye gerettet
مهاجر په داسې کښتیو کې سفر کوي چې د سمندر د سفر جوګه نه وي او له خپل حد څخه پکښې ډیر کسان سپاره ويانځور: picture alliance/dpa/NurPhoto/C. Marquardt

د مرستندویه سازمانونو په وینا د يکشنبې په ورځ د لیبیا ساحل ته څیرمه لس کسان غرق شوي او په لسونو نور لا درکه دي.

د زورونو کسانو مړینه

په ۲۰۱۱م کال کې د لیبیا د پخواني واکمن معمر القذافي تر راپرځیدو وروسته دغه هیواد د افریقایي هیوادونو د وګړو له پاره په یوه مهم ترانزیتي هیواد بدل شوی دی، چې غواړي اروپا ته ولاړ شي. د انساني قاچا وړونکو له لوري کاریدونکي زیاتره کښتۍ د استعمال وړ نه دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ام) د معلوماتو له مخې په تیر میلادي کې ۳۱۱۶ کسان چې غوښتل یې د مدیترانې سمندرګي له لاري ځانونه اروپا ته ورسوي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دغه ډله کې ۲۸۳۳ کسانو له لیبیا څخه خپل سفر پیل کړی وو.

(sr/nj (afp, dpa, rtr

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: