1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لکي مروت بريد پر عاملينو پسې لټون روان دی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۹, شنبه

دغه درې پېښې د پنجشنبې يا زيارت په شپې تقريبا هممهاله د خيبر پښتونخوا په لکي مروت کې رامنځ ته شوې. دغه سيمه له افغانستان سره څېرمه پرته ده. بريدونو يو څو ساعته دوام وکړ.د پوځ يوه بيان کې راغلي چې بريدګر په شا تمبول شوي.

https://p.dw.com/p/4Qhm1
پاکستان کې پر پوځیانو بریدونه ډیر شوي دي
پاکستان کې پر پوځیانو بریدونه ډیر شوي ديانځور: Muhammad Hasib/AP Photo/picture alliance

په يوه بريد کې په موټرسايکل باندې سپور بريدکوونکي ځان ته د امنيتي ځواکونو له يوې ودانۍ سره چاودنه ورکړه. پوځ دا هم ويلي چې ځواکونه يې تر اوسه پورې سيمه پلټي څو هغه بريدکوونکي پيدا کړي چې تر حملې وروسته له ساحې څخه تښتېدلي دي. د بريد مسئوليت تر دې دمه چا نه دی منلی، خو داسې ګومان کيږي چې پاکستاني طالبان به يې تر شا ولاړ وي.د یوه ډګرمن په ګډون د پاکستان پنځه تنه امنیتي سرتیري وژل شوي
    دغې ډلې پخوا هم داسې ورته بريدونه تر سره کړي او په دغه سيمه کې قوي حضور لري. د تحريک طالبان پاکستان ډله له افغان طالبانو سره اړيکې لري، خو يوه بېله ډله ده. دا چې په افغانستان کې طالبان قدرت ته رسېدلي دي، نو پاکستاني طالبانو هم په تېرو مياشتو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.