1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا د مرکز پر لور ملیشې د پرمختګ په حال کې دي

۱۳۹۸ فروردین ۱۶, جمعه

د لیبیا د پلازمېنې پر لور د حکومت یاغي جنرال د ځواکونو پرمختګ نړیواله ټولنه انديښمنه کړې ده. امریکا د دې پرمختګ د عواقبو په اړه خبردارې ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه بیړنۍ غونډه پلان کړې ده.

https://p.dw.com/p/3GIpC
Libyen: Kämpfer der LNA
انځور: Getty Images/AFP/A. Doma

په لیبیا کې کورنۍ جګړې، د ملګرو ملتونو د سولې له پلان شوي کنفرانس څخه یوازې څو ورځې مخکې د یاغي، خو  بانفوذه جنرال خلیفه حفتر د ځواکونو له پرمختګ سره لا زیات شدت موندلی دی.

ملیشه تریپولي ته نږدې شوي

په همدې منځ کې جنرال حفتر ته وفاداره ځواکونه د همدغو ځواکونو په حواله د طرابلس ۳۰ کیلومترۍ ته رسیدلي دي، کوم ځای چې د نړیوالې ټولنې له خوا د په رسميت پیژندل شوي دغه بحراني هیواد پلازمېنه او مقر دی.

حفتر د لیبیا ملي پوځ  (LNA)په نوم خپلو ځواکونو ته د پلازمېنې طرابلس پر لور د پرمختګ امر کړی دی. دې اعلان په نړیواله کچه اندیښنې راپورته کړي دي. امریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې د پوځي تشدد د زیاتیدو او د هغې له عواقبو څخه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا، فرانسې، ایټالیا، متحده عربي اماراتو او بریتانيا په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې زورزیاتۍ لیبیا ګواښي چې بیرته یې هرج و مرج ته ور ننباسي.

د دې اعلامیي په ترڅ کې په لیبیا کې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه غوښتل شوي دي چې د لیبیا په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي غاسان سلامه، سره رغنده ګډه همکاري وکړي.

د ملګرو متلونو د امنیت شورا غونډه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به همدا نن د جمعې په ورځ (د اپریل میاشتې ۵ نیټه)د یوې سري غونډې په ترڅ کې د لیبیا د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي. د دیپلوماتانو په حواله دغه غونډه د بریتانيا په غوښتنه رابلل شوې ده.

په۲۰۱۱م کال کې د معمر القذافي د حکومت له رانسکوریدو راهيسي په دې هیواد کې روانه کورنۍ جګړه حاکمه ده.

په طرابلس کې د فايز السراج تر مشرۍ لاندې حکومت کمزوری دی او د هیواد پر نورو برخو کنترول نه لري. حفتر له خپلو ځواکونو سره د رژیم د مخالفينو ملاتړ کوي، کوم چې د دغه هیواد پر ختیځ واکمن دي.

همدا د تیرې چهارشنبې په ورځ د هغه  (LNA)ځواکونو اعلان وکړ چې د دغه هیواد پر لویدیځ د حملې له پاره ځان تیاروي، څو دغه سیمه له «ترهګرو او مزدورو» ځواکونو څخه پاکوي.

نړیوال کنفرانس د اپريل له ۱۴-۱۶

د روانې میاشتې په نیمایي کې په غدامس ښار کې د ملګرو ملتونو له خوا یو درې ورځنې نړیوال کنفرانس پلان شوی دی. سلامه، به د دې کنفرانس په ترڅ کې له روان بحران څخه چې د کلونو راهیسې روان دی د وتلو له پاره د حل لارې پیدا کولو هڅه وکړي.

لیبیا د اروپا پر لور د مهاجرو له پاره په یو مهم ترانزیتي هیواد بدل شوی دی. د لیبیا له مدیترانیي ساحل څخه په پرله پسې ډول د مهاجرو کښتۍ د اروپا پر لور حرکت کوي.

qu/kle (dpa, afp, ape)/ش.ن