1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لومړۍ نړیوالې جګړې پنځه نه هیریدونکي خبرې

۱۳۹۷ آبان ۱۳, یکشنبه

د لومړۍ نړیوالې جګړې څخه سل کاله تیر شول. هغه جګړه چې په اروپا کې پیل شوه، خو د اور لمبې یې نورې نړۍ ته هم ورسیدلې. په دې مطلب کې د اروپا له سرحدونو څخه د باندې د دې جګړې اغیزو ته اشاره شوې ده.

https://p.dw.com/p/37dOM
Indische Fahrrad-Truppen 1916
انځور: public domain

د لومړۍ نړیوالې جګړې پایلې او اغیزې د اروپا له پاره ډیرې سترې او څوک ترې انکار نه شي کولی. دې جګړې د اروپا نقشه بدله او په شلمه عیسوي پيړۍ کې د لویو تحولاتو د هغې له جملې څخه په دې وچه کې د یوې بلې نړیوالې جګړې د رامنځته کیدو سبب شو.

خو د دې جګړې پایلې نه یوازې د اروپا پورې محدودې پاتې شوې، بلکې د نړۍ په نورو هیوادونو او ټولنو یې هم خپل ژور تاثیرات پريښودل.

په دې ځای کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په نتیجه کې د نړۍ په نورو برخو کې رامنځته شویو ویجاړیو ته اشاره شوې ده.

اول: په آرام سمندر یا پاسیفیک کې د آلمان مستعمرو، د جګړې د اور لمنه حتی بلې غاړې ته هم پراخه او ورسوله. جاپان د خپل متحد بریتانیې په ملاتړ د جګړې میدان ته ور ودانګل. په لومړۍ نړیواله جګړه کې د دغه هیواد سیاسي تګلاره له خپل رقيب روسیې سره مخامخ کیدل وو. همدا وو چې په چینګ دائو کې چې د زیړ رود په ساحل کې واقع دی یوه ویرونکې جکړه رامنځته شوه. دې جګړې دوه میاشتې دوام وکړ او عملاً پر چين هیواد د جاپان د نفوذ د زیاتیدو سبب شو چې دې کار د نړیوالو قدرتونو اندیښنې را وپارولې.

Litographie der Schlacht von Tsingtao 1914 Ausschnitt
په چینګ دائو د آلمان او جاپان د جګړې نقاشيانځور: gemeinfrei

دویم: په افریقا کې د استعماري هیوادونو د نفوذ پر سر جګړې دغه وچه د اور په لمبو کې وسوځوله. په پای کې آلمان پر خپلو مستعمرو سلطه له لاسه ورکړه او دغه مستعمرې د نورو قدرتونو ترمنځ وویشل شوې. یو شمیر مستعمرو حتی خپلواکي ترلاسه کړه.

خو هغه څه چې اوسه پورې ورته ډیره لږه توجه شوې ده او یا ترېنه یادونه شوې دا ده چې شاوخوا یو میلیون افریقایې وګړو د جګړې د دواړو ښکیلو خواو ترمنځ د جنګي وسلو او تجهیزاتو د حمل و نقل په برخه کې فعالیت درلود. دغه کسان یا خو د نړۍ د دغو زبرځواکو له خوا په کار ګمارل شوي او یا په زور په بیګارۍ نیول شوي وو.

د ساري ناروغۍ د خپریدو له امله شاوخوا ۱۰۰ زره دغو افریقایانو چې د وسلو په لیږ را لیږد کې مصروفه ول خپل ژوند له لاسه ورکړ چې دا شمیر نږدې د هغو کسانو په اندازه دی چې د جګړې په لویدیځه جبهه کې وژل شوي ول.

Deutsch-Ost-Afrika, Askaris und Träger
د ساري ناروغۍ د خپریدو له امله شاوخوا ۱۰۰ زره دغو افریقایانو چې د وسلو په لیږ را لیږد کې مصروفه ول خپل ژوند له لاسه ورکړ.انځور: Bundesarchiv, Bild 134-C0258/CC-BY-SA

دریم: عثماني امپراتورۍ چې په هغه وخت کې ترې د «اروپا د ناروغه سړي» په توګه یادونه کیده، حتی د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پیلیدو مخکې د پاشل کیدو او ړنګیدو په درشل کې قرار نیولی وو.

خو دغه امپراتور حاظر نه وو چې بی له جګړې او مقاومت څخه د بهرنیو قدرتونو او ځواکونو ګټو ته تسليم شي. بریتانويان وتوانیدل چې د څو جګړو په پایله کې د عثماني امپراتورۍ ځنې برخې ونیسي. هغه سیمې چې وروسته له عثماني امپراتوې څخه جلا او د عراق، سوریې، فلسطين او لبنان هیوادونه ترې رامنځته شول.

یو وار بیا په سیمه کې د قدرت د ویش په خاطر د «عربي خوځښټ» تر عنوان لاندې هغه حرکت له ناکامۍ او مایوسې سره مخامخ شو چې د سیمې اوسیدونکو د یوه پراخ عربي حکومت د جوړولو له پاره پیل کړی وو.

ډیري شنونکي په دې باور دي چې پر منځني ختیځ حاکم ډیر شمیر اوسني بحرانونه له هم هغو دخالتونو څخه راپورته شوي دي چې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د دې سیمې په جغرافیه کې رامنځته شوي دي.

Flash-Galerie Lawrence von Arabien
لورنس عربستان(د دیوید لین ساخت فلم) او د عربو قیام، د پيتر اوتول او عمر شریف په ګډون د فلم صحنهانځور: picture-alliance/dpa

څلورم: د عثماني امپراتورۍ او روسیې ترمنځ جګړه یوازې تر پوځي ساحې پورې محدوده شوې نه وه، بلکې ډیر شمیر ارمنیان په کې ووژل شول. د عثماني حکومت له خوا د ارمنیانو له وژنې څخه په تاریخ کې د «نسل وژنې» په نوم هم یادونه کیږي. په دې ترڅ کې ډير ارمنیان ووژل شول او یو شمیر نور بیا په زوره بیګاره ونيول شول او یا هم د سوریې په صحرا کې وژونکي سفر ته اړایستل شول.

که څه هم د ترکیې حکومت اوس هم د ارمنیانو له نسل وژنې څخه انکار کوي، خو د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې وروستیو کې د لومړي ځل له پاره په هغه وخت کې د عثماني امپراتور په امر د وژل شویو کسانو له کورنیو سره غمرازي څرګنده کړې ده.

Türkische Menschenrechtsaktivisten erinnern an Armenien-Völkermord
د بشري حقونو فعالانو په لومړۍ نړیواله جکړه کې د ارمنیانو یادون وکړانځور: Reuters

پنځم: یوه بله خبره چې باید له یاده ونه ایستل شي په لومړۍ نړیواله جګړه کې د هندي سرتیرو رول دی. شاوخوا یو میلیونه هندي سرتیري د لومړۍ نړیوالې جګړې په مختلفو جبهو کې د هغو له جملې څخه په اروپا، افریقا او منځني ختیځ کې حضور درلود.(پورته انځور په فرانسه کې د هندي سرتیرو حضور ښئې)

هندوستان هیله درلوده چې په جګړه کې د ګډون کولو له لارې به وتوانیږي، د هغه آزادي غوښتونکي غورځنګ په مرسته چې په دې هیواد کې په لاره اچول شوی وو، سیاسي خپلواکي ترلاسه کړي. په لومړۍ نړیوالې جګړې کې تر ۷۰ زرو ډیر هندي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

که څه هم د لمړي عمومي جنگ په جریان کي د عکسونو اخیستلو ساده رنگه پروسې موجودي وې، خو په پراخ ډول سره بیایوازي په ۱۹۳۰ مو کلونو کي رامنځته سولې. اوس په یوه ډیجیتالي نړۍ کي د دې امکانات رامنځته سوي دي، چي پخواني تور سپین فلمونه نور هم ښه کړي، هغه رنگه او ږغ هم ورداخل کړي.