د لبنان په پلازمېنې بيروت کې تاوتريخوالی
۱۳۸۵ بهمن ۶, جمعهاعلان
دغه څرگندونې پوليسو د جمعې په ورځ وکړې. دغه شخړې د پلازمېنې بيروت په جنوب کې د عربي پوهنتون په انگړ کې رامنځ ته شوې او بيا نورو سيمو ته وغځېدې. د حکومت او مخالف گوند پلويانو کاڼې وغورځولې او سوټي يا ډانگونه يې په لاس کې وو. د اخ وډبونو له امله يو څو ساعته په تگ راتگ باندې بنديز لگېدلی و.