1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لبنان حزب الله اسرائیلو ته خبرداری ورکړی دی

۱۳۹۷ بهمن ۷, یکشنبه

د لبنان د حزب الله مشر په سوریې کې د ایران او حزب الله پر پوځي مرکزونو د اسرائیلي بریدونو له دوام څخه خبردارې ورکړی دی. هغه ویلي چې د اسرائیلو له خوا د دا ډول سیاست ادامه کیدای شي په سمیه کې نوې جګړه رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/3CGwa
Hassan Nasrallah
انځور: picture alliance/AP/H. Malla

اسرائيلي پوځ اعلان کړی دی چې له ۲۰۱۳ م کال را په دیخوا یې په سلهاو واره په سوریې کې د ایران او متحدینو پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي. د اسرائيل حکومت د دغو بریدونو موخه په سوریي کې د ایران د نظامي ځواکونو د ځای پر ځای کیدو مخه نيول اعلان کړې ده.

د فرانسې خبري آژانس د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ میاشتې ۲۷) اسرائیلو ته د حزب الله د مشر د خبرداري په هکله له بیروت څخه یو رپوټ خپور کړی دی. په دې رپوټ کې په سوریې کې د ایران پر پوځي مرکزونو د اسرائیلي پوځ د تیرې اونۍ بریدونو ته اشاره شوې ده. هغه بریدونه چې ویل کیږي په پایله کې یې ۲۱ تنه وژل شوي دي.

د ایران پر پوځي مرکزونو د اسرائیلي پوځ د بریدونو د قربانیانو په اړه ارقام د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان له خوا د رسنیو په اختیار کې ورکړل شوي دي.

د خپور شوي رپوټ پر بنسټ د حزب الله مشر حسن نصر الله د شنبې په ورځ (د جنوري میاشتې ۲۶) له «المیادين» تلویزوني شبکې سره په مرکه کې د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو څخه غوښتي دي چې د سیمې د وضعیت په اړه دې په خپل قضاوت کې تیروتنه نه کوي او یوې لوې جګړې ته لمن ونه وهي.

نصر الله ویلي دي: «د سوریي رهبري او په دې هیواد کې د مقاومت ځواکونه(حزب الله او ایران) هره شیبه کولی شي چې د اسرائیلو د بریدونو په مقابل کې بل ډول غبرګون ښکاره کړي.»

په تل ابیب د برید احتمال

د «المیادين» تلویزوني شبکې خبریال په دې مرکه کې د اسرائیلو د بریدونو په ارتباط د ایران او حزب الله د نورو انتخابونو په اړه د توضیحاتو غوښتنه او ترڅنګ یې پوښتنه وکړه چې آیا پر تل ابیب د برید احتمال شتون لري؟

د حزب الله رهبر د دې پوښتنې په ځواب کې ویلی دي: «هر څه ممکن دي.» نصر الله په عین وخت کې زیاته کړې ده چې حزب الله ډیر دقیق توغندي په اختیار کې لري چې د هغې په مرسته کولی شي د اسرائیل په خاروه کې هره نقطه چې وغواړي په نښه یې کړي.

اسرائیلي پوځ اعلان کړی دی چې د خپلو هوایې بریدونو پر مهال یې د سپاه قدس چې د ایران د سپاه پاسداران پورې اړه لري یو شمیر پوځي مرکزونه هدف ګرځولي دي. اسرائیل په عین وخت کې دا هم ویلي دي چې سپاه قدس د ګولان په لوړو کې د اسرائیل تر کنترول لاندې سیمو کې د منځني واټن توغندي توغولي دي. اسرائیلو د توغندیو د دفاعي سیستم په وسیله د دغو توغندیو د خنثی کولو خبر ورکړی وو.

د حسن نصرالله خبرداری د بنیامين نتانیاهو د خبرداري پر وړاندې د هغه د غبرګون ښکاریندویې کوي. د اسرائیلو لومړي وزیر وروسته له دغو بریدونو څخه اعلان کړی وو چې په سوریې کې به د ایران او متحدینو پر مرکزونو بریدونو ته دوام ورکړي.

د یاد تلویزوني شبکې سره د حزب الله دغه مشر په لبنان کې د ځمکې لاندې تونلونو څخه یادونه کړې ده او اعلان یې کړی دی چې د اسرائیلو له خوا د دغو تونلونو کشفول به ډیر وخت ونیسي.

اسرائیل د جنورۍ میاشتې په اوائیلو کې د لبنان په سرحدي پوله کې د جوړو شویو تونلونو د ویجاړولو له پاره د دغه هیواد د پوځ د ځمکې لاندې عملیاتو خبر ورکړی وو.

نصر الله په مخکنې مرکه کې ویلي وو، چې د هغو تونلونو خبره کوي کوم چې د لبنان په سويل کې جوړ شوي دي. د فرانسې خبري آژانس د خپل رپوټ په دوام ټینګار کړی دی چې دا روښانه نه ده چې آیا دغه تونلونه د ۲۰۰۶ م کال تر جګړې مخکې او که وروسته جوړ شوي دي.