1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لباسونو پر اېچ او ام مغازې د انفلاسيون اغېز

۱۴۰۱ آذر ۹, چهارشنبه

د لباسونو او موډ وفیشن اېچ او ام- H&M سویډنۍ مغازې د مصارفو د راکموبلو او سپما په لار کي خپل ډیر کارکوونکي جوابوي.

https://p.dw.com/p/4KIuK
Symbolbild I Fast Fashion I H&M
انځور: Photoshot/picture alliance

لکه څنګه چي دغي څانګي نن چهارشنبه رپوټ ورکړ، د لباسونو دغه په دنیا کي تر هسپانوۍ، زارا- Zara مغازې وروسته لویه څانګه غواړي  ۱۵۰۰ کارځایونه له منځه یوسي، ځکه په خبره یې غواړي د همدې کال په څلورمه ربع کي تقریبأ ۸۰۰ ميلیونه سویډني کرونه(د ۷۳،۲۴ یورو معادل) اضافه سوي مصارف راکم او سپما وکړي.

ویل کیږي، چي انفلاسیون، د مشتریانو کمیدل او د روسیې سره په یوه پلا د معاملاتو له منځه وړل دغي څانګي ته د کال په اولو درو ربعو کي سخت تاوان ورساوه.