د لاسونو پرېولل هیڅکله مه هیروئ
لاس پريولل د ټولو له پاره ډېر مهم دي، خو په ځانگړي توگه د هغو کسانو له پاره چې له کمپيوتر سره سروکار لري. ځکه د کمپيوتر کيبورد د ميکروبونو کور بلل کيږي.
اوبه او صابن - او ښه وچول
زموږ لاسونه له ډيرو شيانو سره په تماس کې کيږي: موږ د ملگرو سره روغبړ کوو، خوراک کوو، دروازه پرانيزو او په بس يا ريل کې لاس ټينگوو، په دې توگه خپل لاسونه پر هغو ځايونو ږدو چې تر موږ مخکې په زرونو خلکو هلته خپل لاسونه ايښي وي. له دې لارو موږ په زرونه ميکروبونه راټولوو.
ټول ميکروبونه خطرناک نه وي
ټول ميکروبونه يو ډول خطرناک نه دي. يو روغ انسان کابو ۱۰۰۰ سالمو نيلا باکترياوې بايد خوړلې وي چې ناروغ شي. دا باکترياوې په خوسا شويو هگيو کې موندل کيږي. ليگيونيلا په نوم باکترياوې بيا ډېرې خطرناکې دي او د دې ۱۰۰ یې کافي وي چې انسان ناروغ کړي. دا باکتريا د اوبو د ټانکرونو او د تشناب د شاور شا او خوا نمجنه هوا خوښوي.
تشناب ښايي د ډيرو نورو ځایونو پاک وي!
د کموډ يو مربع انچ برخه تر ۶۰ کم ميکروبونه لري. دا په دې معنا ده چې تشناب د کور يو تر ټولو پاک ځای دی. ځکه حتی ځينې کړکۍ زيات ميکروبونه او د فنگس پا پوڅکۍ ټوټې لري. د دې علت دادی چې تشناب سړی په اوونۍ کې څو وارې پاکوي او کړکۍ ښايي په کال کې يو يا دوه ځله پاکې کړي.
کيبورد د ميکروبونو مقناطيس دی
ستاسې د کار ځای تر ټولو خطرناک دی. د کار د يوه ميز د سر پر يو مربع انچ کابو ۱۸۰۰۰ ميکروبه موجود وي، يعني د کموډ څخه ۴۰۰ وارې زيات. نو له دې امله د يوه کيبورد له لارې د يوه مرض په ميکروب د ککړتيا احتمال تر ټولو زيات دی. دغلته مرداري د ټنيو په مينځ او د بټنو لاندې ټوليږي. د کيبورد پر يو مربع انچ برخه تقريباً ۶۰ زره ميکروبونه موجود وي.
پېسې هم د ميکروبونو ليږدونکي دي
پېسې هم له يو څخه بل لاس ته انتقاليږي او د نيويارک څيړونکو د ډالرو پر يوه لوټ تر ۳۰۰۰ پورې د جنيتکي لحاظه بيلا بيل ميکروبه موندلي دي. دا يو بل دليل چې ولې هر وخت لاسونه په صابون پريولل شي.
د فنگس يا پوڅکۍ د جوړولو خونه
حتی يو ډير په منظم ډول پاک ساتل کيدونکي يخچال هم ډېري زياتي باکترياوې لري. د يخچال نمجنه فضا او دغلته د خوږو او غوړو شتون د فنگس يا پوڅکيو د ډيرو ډولونو د توليد له پاره زمينه برابروي.
خطرناکه ساحه: روغتون
د روغتون کارکوونکي بايد تر هرچا زيات د لاسونو پاکوالي ته پام وکړي. د مقاومت لرونکو باکترياوې خپريدا دغلته ډېرې ناوړه پالې درلودلی شي. له همدې وجې په ډېرو روغتونو کې د اوبو او صابون ترڅنگ باکتريا ضد مواد هم ځای پر ځای شوي وي. يوه ناروغ ته تر ورتلو د مخه لاس بايد په باکتريا ضد موادو پاک کړئ!
خطرناک عامل
Methicillin-resistant Staphylococcus aureus د دې خطرناکې باکتريا نوم دی چې ويل کيږي انتي بيوتک یې هم نه شي وژلی. دا باکترياوې د خوراک پرته حتی تر اوو مياشتو زياته موده پر ځمکه، میزونو، چپرکټونو او د انسان پر جلد او آن د دروازو پر لاستو ژوندۍ پاتيدلی شي.
مس د ميکروب ضد دي
د آلمان د هامبورگ يوه کلينک د دروازو پر لاستو د ميکروبونو د کمولو له پاره يوه ډيره گټوره تجربه پېل کړې. باکتريا له مسو پر جوړو شیانو وده نه کوي. په دې روغتون کې د مسو د لاستو په لگلولو سره د باکترياو شمير نيم شوی. خو دا هم د لاسونو د پريولل بديل نه شي کيدلی. له دې هر څه سره هم په کافي اندازه ميکروبونه پاته وي. ځکه هيڅکله د لاسونو پريولل مه هیروئ.
دومره هم غير دوستانه مه اوسئ!
آيا دا په دې معنا ده چې موږ اوس چا ته لاس ور نه کړو؟ په روغتونو کې داسې کول ډير گټور تماميدی شي. خو په عادي حالت کې دا يو څه بل ډول ښکاري. نو دا به ښه وي چې سړی يو څه د عقل او درک څخه کار واخلي او دا چې نظافت مراعت کړي: لاس بايد په منظم ډول ومنځل شي او کيبورد او ماوس هم بايد په منظم ډول پاک شي. په بازار کې د خوراکي شيانو تر رانيولو وروسته لاسونه بايد پريولل شي او يخچال بايد وخت پر وخت پاک شي.