طیب آغا له خپلې دندې استعفا وکړه
۱۳۹۴ مرداد ۱۳, سهشنبهله هغه وروسته چې ملا اختر محمد منصور، د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو، د دغې ډلي ځيني غړي ځکه په غوسه شوي دي چې منصور د ملا عمر د مړيني خبر دوه کاله پټ ساتلی وو.
دغه موضوع کیدای شي د طالبانو ډله پر څو برخو وویشي او د کابل له حکومت سره د دغي ډلې پر روانو خبرو اترو باندي هم ناوړه اغېزه وکړي.
له هغه وروسته چې طالبانو په کویټه کې اعلان وکړ چې ملا اختر محمد منصور به یې نوي مشر وي، د دغې ډلي ځينو غړو له دې ټاکني سر مخالفت کړی دی. په دغو کسانو کې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر، کورنۍ هم شامله ده.
سید محمد طیب آغا هم چې په ۲۰۱۳م کال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په توګه ټاکل شوی وو، هم د سه شنبې په ورځ له دې موضوع سره خپل مخالفت څرګند کړ او له خپلې دندې یې استعفأ وکړه.
طیب آغا په یوه بیانیه کې ویلي دي: «دا چې مشر تر هيواد دباندي او له هغو کسانو څخه انتخاب شوی دی چې تر هیواد دباندي ژوند کوي، دا یوه تاریخي اشتباه ده.»
د طالبانو دغه چارواکي ویلي دي چې تر دې دمخه تر افغانستان دباندي ټاکل شویو ټولو مشرانو دیر بد عواقب لرل: «مشر باید د زړورو مجاهدینو په حضور کې د هغوی په سیمو کې او په هیواد کې دننه وټاکل شي.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي چې هغه دا خبره نه شي تائیدولای چې آیا خپره شوې بیانیه د طیب آغا له خوا لیکل شوې او که نه.
داسې رپوټونه هم خپاره شوي دي چې د طالبانو ځينو قوماندانانو د دغي ډلي د مشر پر سر د رامنځته شوي شخړې تر حلیدو پوري خپله جګړه درولې ده.
دا لا روښانه نه ده چې له ملا منصور سره رامنخته شوی مخالفت څومره جدي دی او په دې سره به دغه ډله پر کوم لور روانه شي. خو ښايي د وخت تیریدل دغو پوښتنو ته ځواب ووایي.