1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د فوټبال فيدراسیون ځيني مشران ممنوع الخروج اعلان شوي

۱۳۹۷ دی ۷, جمعه

لویې څارنوالۍ د فوتبال فيدراسیون د مشرتابه پنځه کسان د جنسي ځورونې د تورونو له کبله ممنوع الخروج اعلان کړي دي. د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلي څو لوبغاړو د فيدراسیون پر چارواکو د جنسي ځورونې تورونه پورې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3AjQn
Afghanistan Frauen Fußball
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان لويي څارنوالۍ د جمعې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې پر ۲۸نیټه) د فوتبال فيدراسیون د مشر په ګډون پنځه کسان د ممنوع الخروج کسانو په ليست کې شامل کړي دي. تر دې وړاندي د ګارډین په نامه یوې بریتانوۍ ورځپاڼې په خپل رپوټ کې د یوې لوبغاړي له قوله لیکلي ول چې د فيدراسیون مشر کرام الدین کریم هغه خپل دفتر ته نیږدې یوې پټي خونې ته بیولې وه او احتمالاً یې تر وهلو ډبولو او جنسي تیري وروسته هغه په توپانچې سره ګواښلې ده.

د ښځو فوټبال لوبډلې یادې لوبغاړې د نوم د نه بربنډیدو په شرط ګارډین ورځپاڼې ته ویلي دي چې کله چې پر هوښ راغلې، نو کالي یې په ځان نه ول او هر چیري وینې پرتې وې. هغې ويلي دي: «پر تخت باندي ویني وې، زما له خولې، پزي او تناسلي آلې وینې راتلې.»

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو فوټبال یوې بلې لوبغاړې پر کریم تور پوري کړی وو، چې د جنسي اړیکې له غوښتنې څخه تر تیښتې وروسته د فيدراسیون مشر هغه ګواښلې وه چې که چیري په دې هکله څه ووايي نو ژبه به یې پرې کړي.

Preisverleihung Weltfußballer 2013 Karim Keramuddin
د کرام الدین کریم په ګډون د فوټبال فدراسیون پنځه تنه ممنوع الخروج شويانځور: Olivier Morin/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس په دې هکله وغوښتل چې د فوټبال فيدراسیون له ویاند شافع شاداب سره اړیکه ونیسي، خو نوموړي د یاد خبري آژانس اړیکې ته ځواب نه دی ورکړی.

په عین حال کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي پر ټویټر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې لویې څارنوالۍ د فيدراسیون د ښځو لوبغاړو له لوري د جنسي ځوروني تر تورونو وروسته، د فوټبال فيدراسیون د مشر په ګډون پنځه چارواکي ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

په ورته وخت کې د روانې میاشتې په لومړیو کې لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون پنځه چارواکي د تورونو د پلټلو له کبله له خپلو دندو لیري کړي ول. د فوټبال نړیوالي فيدراسيون (فیفا) هم د افغانستان د فوټبال فيدراسیون پر مشر کرام الدین کریم باندې د یادو تورونو له کبله ۹۰ ورځي کاري بندیز لگولی کړی دی.