1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د فراه د انارو حاصلات سږکال ۱۵۰ زرو ټنو ته رسیږي»

۱۳۹۹ شهریور ۳۰, یکشنبه

د افغانستان د زراعت وزارت اټکل کوي چي سږکال به د فراه د انارو حاصلات تر ۱۵۰ زرو ټنو هم واوړي. د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس په دغه ولایت کي تر ۸۰۰۰ هکټاره ډیره مځکه کي د انارو باغونه جوړ سوي دي.

https://p.dw.com/p/3ikas
Granatapfel Ernte in Afghanistan
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasaly

د افغانستان د زراعت وزارت ویلي دي، چي د فراه د زراعت ریاست هم د انارو د زرهاوو نیالګیو په توزیع، د باغدارۍ په زده کړه او د نمایشي او تمریني کروندو په جوړولو کي همکاري کړې ده.

د نوو باغونو جوړول او ایجادول د افغانستان د کلیوالي خلګو د مهمو عایداتي منابعو د جملې څخه دی. په فراه کي د انارو باغونه اکثرأ د دغه ولایت په مرکز، پشت رود، خاک سفید، اناردره او بالابلوک ولسوالیو کي وجود لري.

د زراعت وزارت بیا د کندهار د انارو د سږکال حاصلاتو په باب ارقام نه دي خپاره کړي. د کندهار انار خاص شهرت لري او د هغه د لوی والي، کلکو او اوبداره دانو له کبله ګران هم دي.

داسي معلومیږي، چي اوس به د فراه انار هم د کندهار د انارو تر څنګ د افغانستان په داخلي بازارو کي رقابت سره وکړي.

د کندهار انار په منطقه او جهاني بازارو کي شهرت لري او ځینو هیوادو ته صادریږي هم. هغه تر اوسه پوري پاکستان، روسیې، جاپان او دوبۍ ته صادریږي.

که څه هم هوايي دهلیزونو د افغانستان څخه هندوستان او اروپا ته هم د انارو د صادراتو امیدواري ډیره کړې ده، خو بزګران دغو هیوادو ته د خپلو محصولاتو صادراتو ته خوشبینه نه دي او مجبوره دي خپل محصولات په داخلي بازارو کي په ارزانه بیه باندي خرڅ کړي.

عادي خلګ هم وايي، چي سږکال د افغانستان په داخلي بازارو کي میوه تر پخوا ډیره سوې ده. بزګران د دې څخه چي حصلات یې ډیر سوي، خوشاله دي، خو د سړو خونو د کمبود څخه شکایت کوي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف ځخه انڅوریز رپوټ: