1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې پولیسو د ۱۵۰۰ استوګن مهاجرو کمپ وتاړه

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۲۶, جمعه

د فرانسې پولیسو د افغان مهاجرینو په ګډون له یو کمپ څخه د یو لړ عملیاتو په ترڅ کښې ۱۵۰۰ مهاجر ایستلي دي. د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت وايې چې یو بل لوی کمپ چې ځنګل نوميږي، ډیر ژر به یې د خالي کولو چارې پیل شي.

https://p.dw.com/p/1K3WG
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Valat

د جمعې په ورځ د فرانسې د پایتخت پاریس ښار پولیسو له خیمو جوړی شوی یو کمپ ویجاړ کړ چې پکښې شاوخوا ۱۵۰۰ مهاجرین په بد روغتیايي حالت کښې استوګن ول. د دې هیواد د پایتخت په ځینو برخو کښې د ورته کمپونو له منځه وړل په دې وروستیو وختونو کښې ډیر شوي دي.

پولیسو د کمپ په ویجاړولو سهار وختي پیل وکړ. د مهاجرینو په دې پنډغالي کښې د سوډان، اریتریا او افغانستان مهاجر استوګن ول. د عملیاتو پرمهال دغه مهاجر په خپلو خیمو کښې پر ځمکه ویده ول.

که څه هم فرانسه هڅه کوي چې مهاجر ومني، خو د تیرو ۱۸ میاشتو په اوږدو کښې چې اروپا ته په میلیونونو مهاجرو مخه کړې، فرانسې ډیر لږ مهاجر منلي دي. زیاتره پناه غوښتونکي له فرانسې څخه نورو هیوادونو ته مهاجر کیږي.

د پاریس ښاروال، انی هیدالګو، تیره اونۍ اعلان وکړ چې دغه ښار به د مهاجرو له پاره لومړنۍ کمپ د اکتوبر په میاشت کښې پرانیزي، څو له سړکونو او کوڅو څخه په زرونو مهاجر راټول شي.

د تیر کال په اوږدو کښې د نورو ورته ۲۰ عملیاتو ترڅنګ، د جعمې ورځې دغه پیښه د دې عملیاتو تر ټولو وروستۍ ده.

د فرانسې د کورونو جوړولو وزیر، امانوویله کوزی، چې د کمپ بندولو پر مهال موجود وو، وویل چې ۱۵۰۰ کسان په دې کمپ کښې استوګن ول او دغه کمپ یو ځل مخکې هم د اګست میاشتې پر ۱۷ نیټه بند شوي وو چې هغه مهال له دې ځای څخه ۷۰۰ کسان ایستل شوي ول.

کوزی، د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «د دې کسانو له ډلې څخه ګڼ شمیر یې له کورنۍ سره دي. موږ به خامخا دوی ته لازمه پاملرنه وکړو.»

ځايي چارواکو وویل چې د دې کسانو د لیږد له پاره ۵۰ بسونو ته دنده سپارل شوې وه، څو دوی په پاریس کښې د استوګني نورو ځایونو ته انتقال کړي.

د جولای میاشتې پر ۲۲ نېټه د پاریس ښار په شمال کښې پروت یو بل کمپ هم چې پکښې شاوخوا ۲۵۰۰ مهاجر استوګن ول، د فرانسې حکومت خالي کړ.

زیاتره هغه مهاجر چې فرانسې ته ځي، د کالې بندر له لاري انګلستان ته د تګ په تمه شپې او ورځې سبا کوي.

په کالې سیمه کښې د مهاجرو یو بل کمپ چې «ځنګل» نومیږي هم شته او کابو ۷۰۰۰ مهاجر پکښې استوګن دي. د خیریه سازمانونو په حواله کیدای شي دا شمیر په روان اوړي کښې د مهاجرو د ډیریدو له امله، تر۱۰ زرو هم اوښتی وي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر، برنارد کزینیوی ژمنه کړې چې «ژر تر ژره» به دغه کمپ بند کړي، خو وايي چې دا کار به په څو پړاونو کښې وشي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب