د فرانسې په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ونډه کمه ښوول شوې ده
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۷, یکشنبهد فرانسې د ټاکنو له لومړي پړاو څخه دوه مخکښو نوماندانو د ټاکنو دوهم پړاو ته لار موندلې ده. په دې کسانو کې یو هم د دې هیواد پخوانۍ د اقتصاد وزیر امانویل ماکرون د ښي اړخو د ګوند له نوماندې ماریني لوپن چې د اروپايي ټولنې ضد ګڼل کیږي، سره یو ځای د ولسمشر د موقف له پاره مبارزه کوي.
په امریکا متحده ایالاتو او کاناډا کې میشت فرانسوي اتباعو د شنبې په ورځ خپلې رایې کارولي دي. داسې ښکاري چې په شرایطو برابر ځینې کسان د رایې ورکوونې پرځای په کور کې پاتې کیدو ته ترجیح ورکوي.
د ورځې په نیمايي کې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت رپوټ ورکړی چې په ټاکنو کې د خلکو ونډه ۲۸.۲ سلنه ده. دغه شمیره د ۲۰۱۲م کال د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال ۳۰،۷ سلنه او د ۲۰۰۷م کال د ټاکنو پرمهال بیا ۳۴،۱ سلنه وه.
د فرانسې د انتخاباتو اداره تمه لري چې په دې ټاکنو کې به د ټولو ۴۷.۶ میلیونو په شرایطو برابر رایو ورکوونکو له ډلې څخه ۷۵ سلنه برخه واخلي.