1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسي سویل ختیځ لومړۍ درنې واورې له ګډوډیو سره مخامخ کړی

۱۳۹۸ آبان ۲۴, جمعه

د فرانسې په سویل ختیځ کې واوره او سخت بارانونه د دې سبب شول چې په زرونو کورونه له بریښنا محرومه شي. د یوې ونې د رالویدو په پایله کې د یوه موټر سایکل چلونکي تر مړینې وروسته چارواکو له خلکو غوښتي چې له سړکونو لیرې پاتې شي.

https://p.dw.com/p/3T60t
Schneechaos in Frankreich
انځور: picture-alliance/dpa/MAXPPP/F. Anterion

د پنجشنبې په شپه د فرانسې په سویل ختیځ کې د واورې توپان د ګډوډۍ د رامنځ ته کیدو سبب شو. په دغه سیمه کې یو موټر سایکل چلونکي هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ چې پر سړک د رالویدلې ونې د لیرې کولو هڅه یې کوله او بله ونه پرې راولویده. یو بل کس چې له هغه سره یې مرسته کوله ټپي شوی دی.

د انیدس په نوم د برېښنا شرکت ویلي دي چې په دغه سیمه کې شا او خوا ۳۰۰ زره کسان د بريښنا له پارچاوۍ سره مخامخ وو.

Schneechaos in Frankreich
انځور: picture-alliance/dpa/MAXPPP/F. Anterion

داسې اټکل کیږي چې د سیمې په وخت د جمعې ورځې تر ماسپښینه به د اورګاډو تګ راتګ له اخلال سره مخامخ شي، ځکه چې د اورګاډو د لارو په اوږدو کې پر پټلیو ونې رالویدلې دي.

په سیمه کې د واورې د ورښت له کبله موټر او لارۍ په واوره کې بند پاتې دي او ډیر شمیر سړکونه بند شوي دي. چارواکو له خلکو غوښتي چې پر سړکونو له سفر کولو ډډه وکړي.

د فرانسې د هوا پيژندنې ادارې اټکل کړی دی چې په ټیټو پرتو سیمو کې تر ۲۰ سانتي متره او په لوړو ارتفاع لرونکو سیمو کې تر ۳۰ سانتي متره واوره واوریږي.

sr/aa (AFP, dpa)