1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غنمو جګړه او په نړۍ کي د شديدي لوږې اندېښنې

۱۴۰۱ تیر ۱۴, سه‌شنبه

د نړۍ پر يو لوی زراعتي هيواد اوکراين د روسيې بريد په نړيوال بازار کي د غنمو قيمتونه ډېر لوړ کړي دي. د غنمو د کمښت له کبله د لوږي شديد بحران رامنځته کيدلای سي.

https://p.dw.com/p/4DfvC
Ägypten Weizenernte
انځور: Ahmed Gomaa/Photoshot/picture alliance

غنم او د هغه بېل ډولونه او غنمو ته ورته هغه غله چي ورڅخه په زياته ډوډۍ او نور خوراکي توليدات جوړيږي، په نړۍ کي د انسانانو د ورځني خوراک مهمه برخه جوړوي. د اقتصاد کارپوه او د «Feeding Humanity» يا د «انسانيت تغذيه کول» په نوم کتاب لیکوال وايي چي «غنم خو هر څوک خوري، خو هر څوک يې د کرهڼه کولو وړتيا نه لري.»

په نړي کي تقريبا دولس داسي هيوادونه دي چي په دومره لوی مقدار غنم توليدوي چي هغوی کولای سي له هيواد څخه دباندي يې هم واردولای سي. چين په ټوله نړۍ کي تر ټولو زيات غنم توليدوي خو هغه د نړۍ تر ټولو لوی د غنمو واردوونکی هيواد هم دی. دا ځکه چي دغه هيواد د خپل ۱۴۰۰ مليونه نفوس د غذايي اړتياوو د پوره کولو لپاره بيا هم په کافي اندازه غنم نه توليدوي.

روسيه، امريکا متحده ايالات، آستراليا، کاناډا او اوکراين د نړۍ په کچه د غنمو تر ټولو زيات صادرات لرونکي هيوادونه دي.

د روان ۲۰۲۲ میلادي کال په فبرورۍ مياشت کي چي کله روسيې پر اوکراين بريد وکړ نو له کبله يې په نړيوال بازار کي په تدريجي توګه د غنمو قيمتونه هم لوړ سول. خو له هغه مخکي لا هم د غنمو قيمتونه جګ سوي ول چي زيات بېل دلایل لري. د مثال په توګه د انرژۍ يا د سونګ د توکو د قيمتونو د لوړېدو له کبله، د کرونا پاندمي پر وخت د لاک ډاون له کبله پر اقتصاد د ناوړه اغېزو له کبله او په نايټروجن  ولاړې سرې د قيمتونو د جګېدو له کبله هم غنم ګران سوي ول.

د کرونا پاندمي له کبله د لګول سوو محدوديتونو د ختمېدو وروسته په نړيواله توګه د غنمو رسېدنه ځکه د ستونزو سره مخامخ سوه، ځکه چي په ټوله نړۍ کي تقريبا د ټولو توکو غوښتنه په يو دم جګه سوه. د دې تر څنګ تېر کال په کاناډا کي د سختي ګرمۍ له کبله په زراعتي توليد کي تر ټولو لوی کمښت رامنځته سو.

Rumänien Konstanza | Getreideverladeung
پر مڅکنيو لارو د غنمو د لېږد کچه د سمندري لارو په پرتله کمه دهانځور: Daniel Mihailescu/AFP/Getty Images

د اوکراين د جګړې وروسته قيمتونه نور هم لوړ سول

پر اوکراين باندي د روسيې د بريد وروسته د غنمو قيمتونه نور هم پسي لوړ سول او په اروپايي بازار کي د غنمو د يو ټن قيمت ۴۱۸ ډالرو ته جګ سو. دا په داسي حال کي چي يو کال مخکي په همدغه موسم کي د غنمو قيمت تقريبا د دې په نيمايي برخه وو.

د غنمو د قيمتونو د لوړیدو تر ټولو منفي اغېز په اقتصادي توګه پر شاته پاته هيوادونه سوی دی. د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت سازمان په حواله تر ۳۰ څخه زيات هيوادونه د غنمو د خپلې اړتيا د پوره کولو په ترڅ کي د اوکراين پر غنمو متکي دي.

د جګړې له پېلېدو څخه تر مخه اوکراين او روسيه، ټولې اروپا ته د غنمو رسولو اصلي منبع بلل کېده. دا ځکه چي د غلې د نړيوالو صادراتو تقريبا ۳۰ فيصده برخه همدغه دوو هيوادونو صادروله. په نژدې کلونو کي د دواړو هيوادونو په زراعتي توليداتو کي پراختيا هم راغلې ده. په دې ترڅ کي روسيه تر ټولو زياته غله صادرونکی لومړی هيواد او اوکراين پر دريم مقام هيواد وګرځېد.

د روسيې جنګي بېړيو په غله بار د اوکرايني بېړيو مخه نيولې ده. پر دغو بېړيو ۲۵ مليونه ټنه غله بار ده. خو دغه غله يا خو په زېرمو او يا کښتيو کي په بندرونو کي بنده پاته ده، پر دې سربیره هم چي د سړک او اورګاډي له لاري يو مقدار غله بيا هم له اوکراين څخه دباندی لېږدول کيږي. خو د سمندري لاري لېږدول کېدونکي غلې په پرتله پر سړک او اورګاډو له لارې د لېږدول کېدونکي غلې مقدار شپږ ځله کم دی.

Indien Hitzewelle | Weizenernte in Punjab
هند د غنمو پر صادراتو بنديز لگولی دیانځور: Narinder Nanu/AFP/Getty Images

هيلي او امکانات

د اوکراين بزګران د يو بل ګواښ سره هم مخامخ دي. هغه دا چي په بعضو پټيو کي ماينونه ښخ کړل سوي دي چي د چاودېدلو ګواښ يې موجود دی. د دغو ماينونو د پاکولو له پاره اوکرايني بزګران مجبوره دي چي له کارپوهانو څخه مرسته وغواړي.

په اوکراين کي د غلې د تجارانو د سازمان په حواله دغه کال د غنمو په حاصلاتو کي د تر ۴۰ سلنې پوري د کمښت رامنځته کيدو اندېښنه سته.

د امريکا د متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د روسيې له خوا رامنځته کړل سوي خنډونه «بلېک ميلنګ» او تهديد بللی دی. د نوموړي په وينا د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په قصد سره دغه تګلاره خپله کړې ده او غواړي په دې توګه نړۍ مجبوره کړي چي پر مسکو لګول سوي بنديزونه ليري کړي.

فارمنټيير وايي: «د جګړې په وخت کي د نورو هيوادونو برخليک تر زياتې اندازې پر غله توليد کوونکو هيوادونو باندي تړلی او د هغوی په لاس کي وي.»

ترکيې د توري بحيرې له لاري د غلې د لېږد هڅې پېل کړي دي او وايي چي په راتلونکو اونيو کي به په دې تړاو د روسيې، اوکراين او امريکا سره خبري اتري وکړي.

داسي اټکل او هيله نه کيږي چي چين به په نژدې وخت کي د غنمو خپل ذخاير جاري کړي. خو هند په لنډمهاله توګه د غنمو پر صادرولو بنديز لګولی دی.

د امريکا متحده ايالاتو د زراعت د ادارې په وينا د روان او راتلونکي عيسوي کلونو په جريان کي ښايي په نړيواله توګه د غنمو حاصلات ۷۷۵ مليون ټنه سي چي د تېر کال په پرتله ۴،۵ مليونه ټنه کم دي.

آ./ا.ا.