1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غلامانو په څېر د مهاجرو پير او پلور

۱۳۹۶ فروردین ۲۶, شنبه

د مهاجرت نړیوال سازمان د لویدیځ او شمالي افریقا له لارې اروپا ته د ځان رسولو هڅه کوونکو انسانانو د تجارت خبر ورکوي. په نایجیریا کې ښځینه مهاجر له ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ ډالرو په بدل کې پير او پلورل کیږي.

https://p.dw.com/p/2bHOn
Flüchtlinge in Lybien
انځور: DW/Karlos Zurutuza

په لیبیا کې د مهاجرت نړیوال سازمان استازي په ژنیف کې وویل چې د نایجیریا او لیبیا هیوادونه د مهاجرو د پیر او پلور پر بازارونو بدل شوي دي. نوموړي دې خبرې ته په اشارې کولو سره چې هلته د انساني قاچاقبرانو بانډونه ډیر فعاله دي ټینګار وکړ چې په دغو هیوادونو کې بی وسه خلک زنداني او شکنجه کیږي او په میاشتو میاشتو بی له مزد یا تنخوا څخه شاقه کارونو ته اړ ایستل کیږي.

د دغه استازې په خبره مهاجرې ښځې دې بدلمنۍ ته اړ ایستل کیږي او یا هم باید د جنسي غلامانو په څیر هغو کسانو ته خدمت وکړي چې دوی یې په ولکه کې وي.

د عیني شاهدانو رپوټونه

د مهاجرت د نړیوال سازمان د یوه تن داکتر په حواله چې د لیبیا او نایجیریا له کمپونو او روغتونونو څخه یې لیدنه کړې د افریقایې مهاجرو د بدن پر غړو او څيرو د شکنجې او ولږې آثار له ورایه معلومیږي. نوموړي داکتر د یوه داسې ګمبیایې سړي څخه یادونه وکړه چې یوازې ۳۵ کیلو ګرامه وزن یې درلود او د مرګ په حال کې روغتون ته لیږدول شوی وو.

یو شمیر هغو شکنجه شویو مهاجرو چې یرغمل نیول شوي ول ویل چې یرغمل نیونکو به دوی مجبوره کول چې له خپلو کورنیو سره تماس ونیسي او د ځان د آزادولو له پاره له هغوي څخه د ډیرو پيسو غوښتنه وکړي.

دغه یرغمل شوي مهاجر به له خپلو کورنیو سره د تلیفوني خبرو پر مهال شکنجه کیدل، تر څو کورنۍ یې د دوی د ژړا او فریاد غږونه واوري.

په نایجیریا کې د «مهاجرت د نړیوال سازمان» یو تن لوړ پوړي کارکونکي محمد عبدي کر، وویل چې لیبیا د مهاجرو په جهنم یا دوزخ بدل شوی دی. نوموړي زیاته کړه: «هغه مهاجر چې اروپا ته د ځان رسولو په خاطر لیبیا ته ورزي، خبر نه دي چې هلته شکنجه او ولږه دوی ته انتظار باسي.»

د نوموړي سازمان استازی لئونارد بویل، په دې اړه وایې: «په لیبیا او نایجیریا کې مهاجر پیر او پلورل کیږي او وروسته تر دې چې نوره ګټه ترې نه شي پورته کولی لیري غورځول کیږي.»

«د مهاجرت نړیوال سازمان» هغه بنسټ دی چې د عیني شاهدانو لیدلي او اوریدلي رپوټونه ضبط او د راډیو او ټولنیزو شبکو له لارې یې په هغو هیوادونو کې خپروي چې اتباع یې د اقتصادي او ټولنیزونو فشارونو او نابرابریو له امله مهاجرت نه مخه کوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.03.2016):