د غزې په جګړه کي د فاسفور لرونکو وسلو څخه کار اخستل سوی
۱۳۸۷ بهمن ۳, پنجشنبهد جنورۍ څلرمه به، صباح ابو حليمه، هيڅ وخت هيره نکي .دې په کور کي د کورنۍ د نوروغړو سره د غرمې ډوډۍ خوړله ،چه د همسايه په کور کښي يې بم ولويدۍ . دې وويل چه درځۍ چه بلي خوني ته ولاړ سو ،هغه اطميناني ده . خو دې وکولاي سول ،چه يوازي څو ګامه ولاړه سي .
دې په روغتون کي وويل:«يوه ثانيه لا نه وه تيره سوې ،چه يو بل بم ولويدۍ ،چه مستقيمأ زما د ميړه پر سر ولګيدۍ .زما درو زامنو اور واخيستۍ .هلکانو نارې کړې چه «مور:اور،اور ». خو ما د دډير دود له کبله دوي ونه ليدل . دود ډير بد بوي ورکاوه .که څوک ونه سوځي ،نو د بوي دلاسه يې مري .»
صباح ابو حليمه پر ديوال ومښتل،او خپله لور يې د غيږ څخه ولويدل.
ددوو اونيو راهيسي سباح د غزې په يوه روغتون کي بستر ده . ددې ميړه او څلور کوچنيان يې دهغه دلاسه مړه سول .دوه نور زامن يې د سختو سوځيدو له کبله قاهرې ته ليږل سوي دي .
دغزې په بيت الاحيه کي ددې دميړه وروڼه د بخښني دبين امللي سازمان يا امنيسټي انترنېشنل نظامي کار پوه کريس کوب شميد ته دغه نړيدلی کور ورښکاره کوي . کور ته راکټان د چت د لاري راغلي دي،چه د راکټانو ټوټې لا اوس هم په دهليزو کي پرتې دي . دباندي دوي د فاسفورس ټوټې ورښکاره کوي .
کوب شميدپه دې باب وايي:«موږ د غزې په تراډه کي هر چيري د سپينو فاسفورسو شواهد پيدا کړل .داسي ټوټې چه اوس هم دود ورکوي . او که يې سړی وښوروي ،دفعتأ لمبې پورته کوي . »
کوب شميدپخوا د برتانيې د پوځ منصب دار ؤ .ده وويل چه سپين فاسفورس د هغه د ډير دود له کبله معمولأيوازي هغه وخت استعماليږي ،تر څو پوځ ددښمن څخه پټ وساتل سي ،او هغه د انسانانو په مقابل کي ندي جوړسوي ، خو اسراييلو هغه په عام ډول استعمال کړه.دی اضافه کوي:«چه دا هيڅ ممکنه نده چه هغه دې په ناپامۍ کي استعمال سي .هغه قصدآ پر خلګو باندي ورغورځول سوي دي . »
د شيفآ په روغتون کي بيا ددغه روغتون د سوځيدو د څانګي مشر ډاکتر نظيف ابو شحبان حيران دی چه ولي د عادي او نورماله سوځيدو دلاسه سړی مري ، او هغه وار په وار خرابيږي . ځکه چه د عادي او نورماله سوځيدو دلاسه خوسړی نه مري .
پدې منځ کښي د بشر د حقوقو سازمانونو د هغو وسلو د استعمال غوښتنه کړيده ،چه د غزې په جنګ کي استعمال سوي دي .
داسي ګمان کيږي چه په دغه جنګ کي به نه يوازي د سپينو فاسفورسو وسلې ،بلکه داسي وسلې هم استعمال سوي وي ، چه دهغه تأثيرات او اغيزي به د ډير وخت دپاره پاته سي .