1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزې تراډه: یوې اور لګیدني سخت مرګ ژوبله رامنځته کړې

۱۴۰۱ آبان ۲۷, جمعه

د غزې تراډي د جبالیه کمپ په یوه استوګنځای کي یوې اور لګیدني تر شلو اضافه کسان مړه کړي، چي په منځ کي یې اکثره کوچنیان وه.

https://p.dw.com/p/4Jl0r
Gazastreifen | Großbrand im Flüchtlingslager in Jabalia
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images

د ژغورونکي عملې د کارکوونکو په حواله اور لومړی د ودانۍ په څلورم منزل کي ولګید او وروسته ګرده تعمیر ته ورانتقال سو. د غزې تراډي داخله وزارت ویلي دي چي په دغه ودانۍ کي ډیر تیل ذخیره سوی وه، کوم چي یې اور په سرعت سره هري خواته انتقال کړ.

د جبالیه کمپ د غزې تراډي د مهاجرینو یو لوی کمپ دی، چي په فقط تقریباً یونیم کیلومتره مربع ساحه کي ۱۱۰۰۰۰ انسانان اوسیږي.