اسماعیل شاکر/ کابل۱۳۹۷ مرداد ۲۱, یکشنبهد غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وایې چې دغه ولایت د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی. د دوی په خبره طالبان د غزني ښار ته بی له کوم مقاومت څخه ننوتلي او دا مهال د ښار د ډيرو برخو کنترول په خپل لاس کې لري. بل لور ته د افغانستان د پوځ لوی درستیز وایې چې د غزني جګړه د پاکستان د څارګرې ادارې له خوا اداره کیږي.