1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عیسویانو پر وړاندي مرګونی تاوتریخوالی

۱۴۰۱ دی ۲۹, پنجشنبه

د یوه راپور پر بنسټ د نړۍ په ۷۰ هیوادونو کي ۳۶۰میليونه عیسویان د ازار او تعقیب څخه کړیږي، تر ۵۶۰۰ ډېر نور بيا په یوه کال کي وژل سوي دي. دغه یادونه د « پرانیستو دروازو» په نامه د سازمان په یو راپور کي بیان سوې ده.

https://p.dw.com/p/4MROw
Symbolbild Christenverfolgung
انځور: picture-alliance/dpa/S. Akber

 د «پرانیستو دروازو» په نامه سازمان د عیسويانو پر وړاندي د مرګوني تاوتریخوالي په اړه په ځانګړي ډول د افریقا په ځینو برخو کي شکایت کوي.

پروسږکال په افغانستان کي د طالبانو له خوا د ډېرو عیسویانو د وژلو او له دغه هیواد څخه د زرهاوو نورو له تښتېدولو وروسته اوس دغه هیواد د هغو هیوادونو د نوملړ په سرکي راځي چي هلته عیسویان تر ډېر ګواښ او تعقیب لاندي دي. 

اوس دغه هیواد د یاد نوملړ په نهمه درجه کي راغلی او په افریقايي هیوادونو کي بیا د عیسویانو ژوند لاپسي تریخ سوی دی. دا په داسي حال کي ده چي په دغه راپور کي ویل سوي دي چي په افغانستان کي د عیسویانو ژوند«ډېر خراب» سوی دی. 

په افریقا کي د عیسویانو وحشتناک وضعیت

ایلیاد جادي د «پرانیستو دروازو» په سازمان کي د افریقايي چارو کارپوه دی، هغه وايي: «د افریقا په لویدیځه صحرا کي د عیسویانو پر وړاندي تاوتریخوالی په ښکاره ډول ډېر سوی دی، خو نړيواله ټوله يې جدي نه ګڼي.»

اړوند: په سوریه کې د تښتول شوو مسیحانو په هکله انديښنه

هغه د عیسویانو د هري ورځي د کړاونو او ستونزو په اړه دویچه ویله ته د یوې مرکې پرمهال وویل: «د نایجریا په ځینو سیمو کي د عبادت له پاره کلیسا ته تلل یو طرفه ټکټ دی.» 
جادي په نایجریا او کانګو جمهوریت کي د عیسویانو د وضعیت په اړه سخت اندېښمن دی. 

هغه زیاتوه کړه چي په دغو دوو هیوادونو کي د اسلامي بنسټپالو له خوا پر عیسویانو باندي قصدي مرګونی تاوتریخوالی د نورو ګاونډیو هیوادونو په پرتله ډېر پراخ سوی دی.

د «پرانیستو دروازو» مرستندویه سازمان له خوا په تازه خپور کړل سوي راپور کي په ګوته سوې چي د عیسویانو پر وړاندي تاوتریخوالی د ریکارډ کچي ته رسېدلی دی.

که څه هم په ټولیزه توګه څو واري د هغو عیسویانو شمېرې چي د ډېر تاوتریخوالي له لاسه کړیږي خپرې سوي دي د بیلګي په ډول پروسږکال يې شمېر ۳۶۰ میليونه کسانو ته رسېدی، خو دا تاوتریخوالی په چټکۍ سره لوړ سوی دی.

د «پرانیستو دروازو» د راپور له مخي د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتي له لومړۍ نېټې څخه بیا د ۲۰۲۲م کال تر ډسمبر میاشتي پوري یوڅه کم ۵۶۲۱ عیسویان وژل سوي دي چي دا شمېره د تیرو پنځو کلونو په پرتله ۸۰سلنه ډېره ده. 

د المان په کولن ښار کي لویه کلیسا
د المان په کولن ښار کي لویه کلیساانځور: Rupert Oberhaeuser/imago images

په دې وخت کي یوازي په نایجریا کي د عیسویانو ۴۷۲۶ تښتوني ثبت سوي دي. پروسږ کال په دغه هیواد کي ۲۵۱۰عیسویان اختطاف یا تښتول سوي ول. 

په عبادتځایونو کي چاودني

د «پرانیستو دروازو» سازمان مشر مارکووس روده په آلمان کي ویلي دي چي ډېر کلونه کیږي، چي پر عیسویانو د څار او تعقیب کچه زیاته سوې ده. په نړۍ کي د هغو لسو هیوادونو له ډلي څخه چي عیسویان زیات پکښي تعقیبیږي پنځه يې د افریقا په لویه وچه کي دي. 

اړوند: سپيني ماڼۍ او مصر د قبطي مسیحانو وژل غندلي دي

دغه مرستندویه سازمان د افریقا د لویدیځي صحرا د هیوادونو په ځانګړي ډول نایجریا کي د پام وړ تاوتریخوالی ثبت کړی دی.

یوازي د تیري اوونۍ په وروستیو کي دوې مرګوني پيښي، چي یوه يې د کانګو  ديموکراټیک جمهوريت په ختیځ کي د «پنطیکا ستیسم» په کلیسا کي د عبادت پرمهال چاودنه وه، چي ۱۷ کسان پکښي ووژل سول او په لسهاوو نور يې ټپیان کړل. 

د نایجریا په شمال کي بیا یو ناڅرګند بریدګر د کشیش د ناستي ځای ته اور واچوی، په دې پېښه کي یو سیمه ایز کشیش چي ځان يې له برید ګر څخه پټ کړی ؤ ، د اور په لمبو کي وسوځېد او مړ سو. 

منځلاري مسلمانان هم د ترهګرۍ قربانیان دي

ایلیاد جادي، يوې ډلي ته چي افراطي ایډیالوژۍ ته لېواله ده، په اشارې سره چي غواړي په نایجریا کي «اسلامي خلافت» تشکیل کړي: «اصلي موخه يې عیسویان دي. جهادیان غواړي،

چي هغوی مسلمانان سي.» جادي زیاتوي، خو منځلاري مسلمانان چي نه غواړي افراطي کړني وکړي، هغوی هم د ترهګرۍ قرباني کیږي. 

دی ټینګار کوي چي افراطیان پر ښوونځیو بریدونه کوي، ځکه زده کړه د هغوی دښمنه ده. 

«پرانیستي دروازې» چي ځان تر ازار او تعقیب لاندي عیسویانو له پاره مرستندوی سازمان راپېژني، د افریقا په لویه صحرا کي د عیسویانو د مشکلاتو په اړه د نړيوالي ټولني له لږ پاملرني څخه سرټکوي.

جادي وايي، نړيواله ټولنه او نړيوال ائتلاف چي د افغانستان او منځني ختیځ په وړاندي يې د تش په نامه «اسلامي دولت» یا داعش ډلي د خوځښتونو د مخنیوي په لار کي کوم پام کړی،

مګر هغو عیسویانو ته چي د ده په قول، په افریقا کي د اسلامي سختدریځو له خوا زیاتي ستونزي ګالي هغسي پاملرنه نه ده ورته سوې.

جادي وايي، د جنوري میاشتي په وروستیو کي افریقا ته د پاپ فرانسیس وروستی سفر ډېر ګټور دی او  کیدای سي په دې سفر کي پاپ له سوډان او کانګو جمهوري ديموکراټیک هیواد څخه هم لیدنه وکړي. 

کلیمن د باویریا لومړی اګست (1700 - 1761)، د کولون ټاکونکی
کلیمن د باویریا لومړی اګست (1700 - 1761)، د کولون ټاکونکیانځور: picture-alliance/akg-images

جادي هیله لري «په افریقا کي د عیسویانو ستونزي به د نړيوالي ټولني پاملرنه جلب کړي.» هغه وايي، دغه سفر به په نړيواله کچه له پامه لوېدلي حالت ته یوار بیا د نړيوالو پام ور واړوي. 

اړوند: پاکستانی اسقف: د «کفر ويلو» قانون مسيحان ګواښي

دی د «پرانیستو دروازو» هغه راپور چي په «نړۍ کي د عیسویانو د تاوتریخوالي ځانګړتیا» په اړه يې د دېرشم وار له پاره خپور کړی، ډېر برخي يې د پروسږکال په ډول ګڼي. 

همدارنګه شمالي کوریا، سومالیا، لبیا او یمن د هغو هیوادونو له ډلي څخه دي، چي په ځانګړي ډول د عیسویانو وضعیت پکښي ډېر خراب ښوول سوی دی. په عراق کي حالات تر پخو اوس یوڅه سم سوي دي. 

په لاتین امریکا کي اندېښنه 

په دغه راپور کي دوه ټکي د پاملرني وړ دي، د «پرانیستو دروازو» سازمان د لایتني امریکا په ځینو هیوادونو کي د عیسویانو د وضعیت خرابیدو ته اشاره کړې ده. 

نیکاراګوای په اول وار د هغو ۵۰ هیوادونو په نوملړ کي راغلې چي هلته د کلیساوو ټولنیز نفوذ کمزوری کول، پر کلیساوو بریدونه او د عیسوي رسنیو تړل شامل دي. 

د نیکارا ګوای تر څنګ کیوبا او وینزویلا هم هغه هیوادونه دي چي د دولتي ادارو له خوا پکښي د کلیساوو استازي ورځ په ورځ له پښو لویږي. 

«پرانیستي دروازې» سازمان په چین کي د عیسویانو پر وړاندي د هري ورځي تاوتریخوالي ترڅنګ په نړيواله کچه د دغه هیواد د نویو هلو ځلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی. 

یاد سازمان ویلي دي چي چین د بشري حقونو د «نوي طراحۍ» په موخه د یو داسي نړیوال ائتلاف د جوړولو هڅه کوي چي پکښي د بیان ازادي، ټولنیزه او مذهبي آزادي ځای نه لري. 

لیکوال: کریستوف اشترک

ژباړه: محمدابراهیم سپېڅلی