1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د عمران خان پر ضد د ترهګرۍ قوانينو له مخې دوسيه پرانيستل شوې

۱۴۰۱ مرداد ۳۱, دوشنبه

پاکستاني پوليسو د عمران خان پر وړاندې د ترهګرۍ د تورونو له کبله د يوه وکیل په غوښتنه دوسيه پرانيستې ده. دا څه به په هېواد کې سياسي وضعيت نور هم کړکيچن کړي. د خان پر وړاندې د دوسیې د پرانيستو خبر چارواکو نن ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4Fr2x
Videostill | DW News | Imran Khan

د پاکستان پر پخوني لومړي وزير عمران خان د ترهګرۍ تورونه تر هغه وروسته لګول شوي چې شنبه د شپې یې په راولپنډۍ کې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته د وینا پر مهال پوليس او يو قاضۍ ګواښلې او ادعا کړې ده چې د نوموړي يو نيول شوی نزدې ګوندي ملګری د پوليسو له خوا شکنجه شوی دی.

تر دې وروسته په اسلام آباد کې د پوليسو له خوا د عمران خان د نيولو د هڅو کنګوسي خپرې شولې. خو عمران خان لا آزاد او تر اوسه یې د پولیسو د دوسیې په اړه کومې څرګندونې نه دي کړي.

د تحريک انصاف ګوند له خوا خپرې شوې ويديوګانې ښيي چې د نوموړي پلويانو په اسلام آباد کې د هغه کور محاصره کړې دی څو یې د پوليسو له خوا د نیول کیدو مخه ونيسي.

د دوشنبې په ورځ سهار وختي په سونه کسان په سيمه کې موجود ول او د پاکستان تحريک انصاف ګوند خبرداری ورکړې دی چې که چېرې عمران خان ونيول شي نو په ټول هېواد کې به مظاهرې او لاريونه وکړي.

آيا عمران خان به ونيول شي؟

د پاکستان په قضايي سیسټم کې له پوليسو سره ثبت شوي رپوټ چې «اف آی آر» ورته ویل کيږي د تورن کس د تورونو يو رپوټ وي او قاضي یې له مخې کولی شي د تورن کس پر وړاندې د څيړنو اجازه ورکړي. په عمومي توګه بيا پوليس کولی شي چې تورن کس ونيسي او پوښتنې ګرويږنې ترې وکړي.

پر عمران خان په اف آی آر کې د يوه وکيل علي جاويد ګواهي هم شامله ده چې وايي په اسلام آباد کې د غونډې پر مهال موجود وو او د پاکستان د پوليسو پر مشر او پر یوې بلې قاضۍ یې د نوموړې نيوکې خپله اوريدلي دي. نوموړي ويلي چې خان مخکې وويل: «تاسې باید دې ته چمتو اوسئ، موږ به هم ستاسو پر وړاندې عمل وکړو. تاسو ټول باید وشرميږئ.»

د دې نويو تورونو په نتیجه کې چې عمران خان د پوليسو او قاضۍ په ګواښلو تورنوي، کيدای شي نوموړی د څو کلونو په بند محکوم شي. د واشنګټن ميشتې مدافع ډلې فرېډم هاوس په حواله د پاکستان عدلیه د سياسي کيدو او د پوځ، حکومت او اپوزيسيون د سياستوالو ترمنځ د واک پر سره مبارزه کې د طرف د غوره کولو تاريخ لري.

عمران خان چې په ۲۰۱۸م کال کې واک ته رسېدلی وو، په پاکستان کې پر سياست د يوه څو کورنيو د واک د طرز د له منځه وړلو ژمنه کړې وه. خو مخالفينو یې پرې تل تور لګاوه چې نوموړی د پوځ په مرسته واک ته رسېدلی دی.

Pakistan Imran Khan Kundgebung
عمران خان په دې وروستیو کې سترې غونډې جوړې کړيانځور: Arif Ali/AFP

له واک څخه د هغه د لیرې کولو د هڅو په ترڅ کې اپوزيسيون پر نوموړي د انفلاسيون د کچې لوړېدو او پاکستانۍ کلدارې د بيې د ټيټیدو له کبله د اقتصاد په برخه کې د ناسم مدیريت تور لګولی وو. په اپريل میاشت کې د پارلمان له خوا د عدم اعتماد د رايو ترلاسه کولو وروسته نوموړی له واکه ګوښه شو خو تر دې وروسته په هېواد کې سخته ګډوډۍ رامنځته شوه او د هېواد ستره محکمه مداخلې ته مجبوره شوه.

په دې منځ کې داسې بريښي چې پوځ له عمران خان څخه لاس اخيستی دی. عمران خان څه موده مخکې د شواهدو له وړاندې کولو پرته تور ولګاوه چې د پاکستان پوځ د امريکا له یوې توطیې سره مرسته کړې ده څو دی له واکه وپرځول شي.

پاکستان: د عمران خان ګوند له بهرنیانو ناقانونه پیسې ترلاسه کړي

د پاکستان پوځ او د عمران خان ځای ناستي د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف دا تورونه ردوي. عمران خان اوسمهال د شهباز شريف پر حکومت د فشار په موخه سترې غونډې ترسره کوي.

عمران خان شنبه د شپې په راولپنډۍ کې يوه غونډې ته په خپله تازه وينا کې وويل چې د ګوند پر ضد یې په عملياتو کې په اصطلاح «بې طرفو» لاس درلود. نوموړي به په ماضي کې تل د « neutrals» يا بې طرفو کليمې د پوځ له پاره کاروله.

پاکستاني پوليسو څه موده وړاندې د عمران خان نزدې ګوندي ملګری شهباز ګل تر هغه وروسته نيولی وو چې نوموړي «ای آر واې» د شخصي تلويزيون له لارې پر عسکرو او پوليسو د پوځي مشرتابه د «غیر قانوني امرونو» د نه منلو غږ کړی وو.

پر ګل د خيانت تور لګول شوی وو چې دا د پاکستان د قانون پر اساس د مرګ جزا لري. تر دې پېښې وروسته د «آی آر واې» شبکه هم وتړل شوه.

خان د شنبې په خپله وينا کې ادعا وکړه چې شهباز ګل د پوليسو په توقيف کې شکنجه شوی دی خو پوليسو دا خبره در کړې ده او ويلي دي چې نوموړی ناروغ وو او هيڅ نه دی ځورول شوی.

ب. ص/ ن. ز (APE)