1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستعراق

د عراق د حکومت جوړولو بحران ادامه لري

۱۴۰۱ مرداد ۳۰, یکشنبه

د عراق په پارلمان کي دواړه شعیه فراکسیونونه د یوه حکومت پر جوړیدو باندي جوړ نه سره راځي. د حکومتي چوکیو د تقسیم پرسر شخړه د هغه مانع ګرځي او ځکه نو حکومتي بحران ادامه پیدا کړې.

https://p.dw.com/p/4Fpts
Nationales Dialogtreffen im Irak
په عراق کې د صدراعظم مصطفي کاظمي په مشري د سیاسي ګوندونو له استازو سره د ملي خبرو اترو غونډه - د اګست ۱۷مهانځور: Iraqi PM Press Office/AA/picture alliance

نو ایا د دغه بحران حل نور ممکن ندی او د دواړو شعیه فراکسیونونو تر منځ به مخالفتونه نور هم شدید سی؟

د حکومت د جوړولو پر سر یو سازش اصلأ باید پرون شنبه (د اګست شلمه) رامنځته سوی وای، خو د یوه فراکسیون رهبر، مقتدی الصدر تر یوه نامعلومه وخت پوري د یوه لوی مارش مانع سو. هغه په خپل تویټ کي پدې ارتباط ولیکل، چي د یوه ټکر د رامنځته کیدو او کشمکش څخه تشویش لري او د عراقیانو ویني تر بل هر شي ورته مهمي دي.

الصدر نه یوازي تر تیرو انتخاباتو راوروسته ، چي فراکسیون یې په پارلمان کي ډیر قوي سوی دی، بلکه د پخوا څخه هم د عراق د سیاستمدارانو یو قدرتمند شخصیت دی. خو بیا هم د عراق د ژور سیاسي بحران د حل دپاره کومه مشخصه طرحه نلري.

د جولای په اخره کي د الصدر پلویانو پر پارلمان باندي هجوم وروړی، او تر هغه راوروسته یې هلته پرلت (د ناستي اعتصاب) کړی دی. هغوی د اداري فساد او اختلاس ختمیدل  او د داسي یوه حکومت تشکیلیدل غواړي، چي د خارجي نفوذ څخه خلاص وي. خو پدې کار سره هغوی د ایراني شعیه ګانو طرفداره اتحاد په نامه خپل لوی رقیب تحریکوي، کوم چي هغوی هم د تیري اونۍ د اخري څخه پرلت اچولی دی.

خبرو ته دعوتول

Proteste in Irak
د جولای په اخره کي د الصدر پلویانو پر پارلمان باندي هجوم وروړی، او تر هغه راوروسته یې هلته پرلت (د ناستي اعتصاب) کړی دیانځور: Ahmed Saad/Reuters

دا چي په عراق کي سیاسي تشنج لا پاته او حل سوی ندی، د دې څخه هم معلومیږي، چي الصدر د بې طرفه صدراعظم، مصطفی کاظمي لخوا د مهمو سیاستمدانو ترمنځ سازمان دهي سوي ملاقات کي شرکت ونکړ. د کاظمي په خبره د دغه ملاقات هدف چي یو جدي ډیالوګ به رامنځ ته کړي، دادی چي د اوسني سیاسي بحران د حل دپاره یو حل پیدا سي.

تر جلسې وروسته د صدراعظم کاظمي د رسنیو دفتر یو عکس نشر کړ، چي ښکاره کوي، د الصدر د فراکسیون د نمایندګانو ځای خالي دی. د رسنیو د رپوټونو په حواله مګر بیا د ملاقات وروستۍ اعلامیه د الصدر د پلویانو د خوا مثبته ارزیابي سوې ده. دا نو دا معنی هم لري، چي کیدای سي هغوی په بله جلسه کي برخه واخلي.

په عمان کي د عراق دپاره د المانۍ فریدریش-ایبرت د مؤسسې د آمري ، سارا هېپ په نظر داچي په دغه ناسته کي ټولو اړخونو برخه نه وه اخیستې ، ددې نښانه ده، چي وضعیت اوس هم ښه ندی. هغې  ددویچه ویلي سره په خبرو کي وویل: « حتی د تیرکال مني راهیسي په عراق کي سیاسي بن بست  وجود لري. او اوس بیا پر پارلمان باندي هجوم ښکاره کوي، چي داسي لاسونه او قوې موجودي دي، چي د یوه سیاسي حل او معاملې سره علاقه مندي نلري.»

یو دوامداره بحران

تشنجات اصلأ د  تیرکال په اکتوبر کي تر پارلماني انتخاباتو وروسته شروع سول. داسي چي پارلمان ته انتخاب سوي فراکسیونونه تراوسه پوري هم پر یوه نوي صدراعظم باندي سره متفق سوي ندي او عملأ دغه هیواد بیله یو قوي حکومت څخه پاته دی.

Irak | Parlamentswahlen 2021
په عراق کې تشنجات اصلأ د  تیرکال (۲۰۲۱) په اکتوبر کي تر پارلماني انتخاباتو وروسته شروع سولانځور: Heman Hussein Yaseen/AA/picture alliance

پدې اواخرو کي د ایراني شعیه ګانو طرفداره اتحاد، پخوانی صدراعظم، محمد شیعه السوډاني د صدراعظم په حیث پیشنهاد کړ. خو الصدر او پلویانو یې السوډاني د نوي صدراعظم په حیث رد کړ. هغوی په ده کي د پخواني شخړه ایز صدراعظم، نوري المالکي اوږد لاس دخیل بولي، چي پر وخت یې د بشر د حقوقو وزیر ؤ. 

د پارلمان د منحلیدو غوښتنه

پداسي حال کي چي د ایراني شعیه ګانو طرفداره اتحاد د حکومت د سمدستي جوړیدو غوښتنه کوي، بیا د الصدر طرفداران د پارلمان د منحلیدو او نوو انتخاباتو د دایریدو غوښتنه کوي. لږ ورځي دمخه مګر د عراق د قضأ عالي شورأ اعلان وکړ، چي د پارلمان د منحلیدو صلاحیت نلري.

د عراق د اساسي قانون د جوړیدو د شورا پخواني غړي، دیا الشاکرچي وویل، چي د قضأ عالي شورأ صحیح تصمیم نیولی دی. په خبره یې د عراق اساسي قانون داسي مادې نلري، چي دغي شورأ ته دي د پارلمان د منحلیدو اجازه ورکړي.

د تشدد د رامنځته کیدو بیره

د بلي خوا که څه هم تراوسه پوري مارشونه او مظاهرې په سوله ایز ډول سره جریان لري، خو د فریدریش-ایبرت د مؤسسې د آمري ، سارا هېپ په نظر دغه حالت کیدای سي، ډیر ژر تغیر وخوري او په تشدد او کشمکشونو باندي تبدیل سي.

آ/م.ق.م./ا.ا.