د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی مسکو ته تللی
۱۳۹۹ بهمن ۹, پنجشنبهپه قطر کې د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر نن، پنجشنبه د دغه پلاوي د تللو خبر خپور کړی. د طالبانو د دغه سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردک په خپله ټوټیر پاڼه لیکلي چې دغه پلاوي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او یو شمیر لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان په اوسني وضیعت او بین الافغاني خبرو بحث کړی.
نوموړی زیاتوي چې روسيې په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.
تر دې دمه د دغې لیدنې به اړه ډیر جزیات نه دي خپاره شوي.
په ورته وخت کې د طالبانو یو پلاوی د دغې ډلې د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني بردادر په مشرۍ تهران ته تللی او د دغه هیواد له چارواکو سره یې لیدلي دي.
د ایران د دولتي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ د دغه هیواد د ملي امنیت شورا منشي په دې ليدنه کتنه کې د امریکا افغانستان کې په جګړه تورنه کړې ده.
د طالبانو پلاوی دا سفرونه داسې مهال کوي چې د بین الافغاني خبرو لپاره د افغانستان د دولت مرکچي پلاوي او طالبانو تر منځ خبرې سړې دي. تیره ورځ د حکومت پلاوي اعلان وکړ چې طالبان ورسره له شاوخوا نهو ورځو راهیسې خبرو ته نه دي ناست شوي.