1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د طالبانو په برید کې ۲۱ تنه وژل شوي دي

۱۳۹۷ بهمن ۱۶, سه‌شنبه

د سيمه ایزو مسئولینو په حواله په بغلان او سمنګان ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې د ۱۱ پولیسو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي دي. په بغلان کې پولیس هغه وخت ووژل شول چې طالبانو یې پر پوستو برید وکړ.

https://p.dw.com/p/3Civy
Afghanistan - Taliban Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د بغلان د ولایتي شورا مشر صفدر محسيني اسوشیتد پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې طالب جنګیالیو د دوشنبې په ماښام په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د پولیسو پر مرکز برید وکړ. په دې برید کې ۱۱ پولیس ووژل شول او ۵ محلي پولیس ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې طالبانو د پولیسو د دې مرکز ټولې وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.

همدرانګه طالبانو د دوشنبې ورځې په سهار په سمنګان ولایت کې پر حکومت پلوه ولسي ځواکونو هم برید وکړ او د یوې ښځې په ګډون یې لس کسان ووژل.

د سمنګان د والي ویاند صديق عزیزي وویل چې په دې برید کې چې د دغه ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې ترسره شوی وو، څلور کسان ټپیان شوي هم دي.

وسله وال طالبان چې نږدې هره ورځ د افغانستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، د دغو دواړو بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.