1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د طالبانو په بريدونو کې ۶۵ کسان وژل شوي دي

۱۳۹۸ تیر ۹, یکشنبه

د افغان امنيتي ځواکونو پر تاسيساتو باندې د وسله والو طالبانو د تيرو دوو ورځو په بريدونو کې ۶۵ کسان وژل شوي دي. دغه يرغلونه د چارواکو په خبره په مختلفو ولايتونو کې شوي دي.

https://p.dw.com/p/3LM9R
Afghanistan Taliban
انځور: picture-alliance/AP Photo

د افغان چارواکو په خبره دغه بريدونه په بغلان، کندهار، کندوز او فراه ولايتونو کې شوي دي. دوی ويلي دي چې د کندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو په څلورو پوځي غلاکړو موټرو سره د دغي ولسوالۍ پر ودانۍ ځانمرگي بريدونه کړي دي. په دې بريد کي ۱۱ پوليس وژل شوي دي.

پر دې سربيره په دې برید کي د ټاکنو کمېسيون ۸ کارکوونکي هم وژل شوي دي. د کندهار د ولايتي شورا د يوه غړي په حواله شپاړس تنه پوليس بيا طالبانو له ځانه سره بېولي هم دي.

د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د پوځ دوې پوستې ويجاړې کړې او د يوې ولسي مليشې چې دولت ورسره مرسته کوي، ۲۶ غړي وژلي دي. د ځايي سياستوالو په خبره هغوی دوه تنه يرغمل هم ونيول. دولس نيمه پوځيان په دغه نښته کې ټپيان شوي هم دي.

په فراه ولايت کې بيا د جمعې په ماښام اتو عسکرو پر يوې پوځي اډې باندې د يرغل پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ولايتي شورا د يوه غړي په حواله نور کسان په دغه پېښه کې ټپيان شوي هم دي.

(N.S/N.Z(dpa,Ap,AFP