1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو محدويتونو افغان مېرمني په غوسه کړي

۱۴۰۰ شهریور ۲۹, دوشنبه

د دوشنبې په ورځ د طالبانو له خوا د افغان مېرمنو د کار په اړه د بندیز اعلان چې په میلیونو افغان مېرمنې له کار او تعلیم څخه محروموي، غبرګونو راپارولي. طالبانو د متوسطه او لیسې زده کونکو ته ويلي دي چې پر کور کښينۍ.

https://p.dw.com/p/40Yj1
Afghanistan Kabul Demonstration gegen Pakistan
انځور: HOSHANG HASHIMI/AFP

طالبان افغانستان کې واک تر رسیدو يوه میاشت مخکې د ښځو د حقونو په برخه کې خپل سیاست ورو ورو سختوي، څنګه يې چې شل کاله مخکې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر وخت ښځې له تعلیم، کار او حتی له محرم پرته له کوره بهر وتلو ته نه پريښودې.

افغان مېرمنۍ د طالبانو له دغو اعلانونو څخه سختې زوريږي او په غبرګون کې يې د امکان تر حده اعتراضونه هم کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوې لوړپوړې کارکوونکې چې اوس پر کور ناسته ده، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «زه به نوره ښايي مړه شوې یم.»

هغې چې د غچ اخیستنې له ويرې يې نه غوښتل نوم يې خپور شي، زیاته کړه: «زه د ټول ډيپارتمنت مسئوله وم. هلته زما سره ډېرو مېرمنو ګډ کار کاوه...اوس موږ ټولو خپلې دندې له لاسه ورکړي.»

تیره ورځ د طالبانو د سرپرست ادارې د کابل ښاروال په خپلې لومړنۍ خبري ناسته کې وويل چې د ښځينه کارکوونکو په اړه ویل شوي دي چې تر راتلونکې تصمیم پورې په خپلو کورنو کې پاتې شي.

Afghanistan Textilfabrik beschäftigt Kriegswitwen
په پخواني حکومت کې افغان میرمنو په مختلفو برخو کې د کار کولو امکانات درلودلانځور: Wakil Kohsar/AFP

حمد الله نعماني، په خپلو خبرو کې وويل چې د اوس له پاره د دغې ښاروالۍ هغه دندې چې د ښځو له خوا پر مخ وړل کيدې درول شوې او د هغوی څوکۍ به د نارینه و له خوا ډکې شي.

هغه وويل يوازې هغه میرمنې به د کار کولو اجازه ولري چې کارونه يې نارینه نه سي کولي. 

نعماني دغه څرګندونې داسې وخت کوي، چې تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت امر کړی وو چې نارینه ښوونکي او زده کوونکي دې بیرته خپلو دندو او زده کړو ته ستانه شي، خو په دغه امر کې د میلیونونو ښځینه ښوونکو او زده کوونکو یادونه نه ده شوې.

طالبانو دغه راز د جمعې په ورځ د افغانستان د ښځو چارو وزارت هم وتاړه او ځای يې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته ورکړی، کوم چې د اسلامي احکامو د تطبیق او څار دنده مخته وړله.

د طالبانو په دغو امرونو سره اوس په زرهاوو افغان مېرمنې پر کور ناستې دي. کابل د افغانستان هغه ولایت دی چې تر ټولو ډېري مامويني لري. په افغانستان کې ډيري داسې میرمنې شته چې د جګړو له کبله يې نارینه له لاسه ورکړي او یا معلول شوي او اوس يې مېرمنې اړې دي چې کار وکړي او خپلې کورنۍ وچلوي.

Afghanistan | Afghanische Aktivistinnen protestieren gegen Taliban-Beschränkungen in Kabul
په کابل کې د ښځو چارو وزارت ته څيرمه يو شمیر معترضې افغان نجونې او ښځې چې د خپلو حقونو غوښتنه کويانځور: AP/picture alliance

د طالبانو له وروستیو اقداماتو سره ډیری افغان مېرمني ناهيلې شوي دي او وايي چې دوی به بیا هيڅکله با مفهومه دندو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

د یو بل رپوټ له مخې تیره ورځ په کابل کې یو شمیر افغان مېرمنو چې شمیر يې د ۳۰ په شاوخوا کې ښودل شوی، د يوه کور په تهکاوۍ کې خبري کنفرانس درولود. اسوشتید پریس په دې اړه لیکي چې دغو ښځو ويل غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي تر څو ښځو ته په ټولنه کې د کار کولو اجازه ورکړي. خو دوی په عین وخت کې ويل که چیرته فرصت په لاس ورشي نو هیواد به پريږدي.

په داسې حال کې چې طالبانو تر اوسه د ښځو د کار او تعلیم د ممنوعیت په اړه رسمي پاليسي نه ده خپره کړې، کوم اوامر چې تر اوسه په دې اړه اعلان شوي هغه د طالب مسئولانو له لورې په انفرادي توګه اعلان شوي دي.

طالبانو خپل سرپرست حکومت دوې اوونۍ مخکې اعلان کړ چې په کابینه کې يې هيڅ ښځه نشته.