1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو له واکمنۍ سره د مخدره موادو بیه لوړه شوې»

۱۴۰۰ مهر ۷, چهارشنبه

په کندهار کې ځيني کروندګر وايي چې واک ته د طالبانو د رسیدو راوروسته د مخدره موادو بیه د پخوا په پرتله څه باندې درې برابره لوړه شوې ده. کندهار کې د طالبانو يو چارواکی وايي که نړیوال مرسته وکړي دوی د کوکنارو کرکیله بندوي.

https://p.dw.com/p/411vz
Afghanistan Drogen Opium Gesellschaft
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د فرانسې خبري آژانس د کندهار د حوض مدد څخه ليکي چې تارياک د اروپا بازارونو ته له رسیدلو مخکې په پاکستان، ایران او یا هم په خپله افغانستان کې په هیروئين اړول کيږي.

د کندهار په حوض مدد سیمه کې يو کس چې غواړي خپل ځان په بل نوم امان الله معرفي کړي، د خپل ملګري محمد معصوم سره د تارياکو په پخولو بوخت دي. دوی د ګازو پر يوې ډبې باندې تارياک په ډيره چټکۍ ويلي کوي او خپلو مشتریانو ته وايي چې ترياک یې خالص دي.

محمد معصوم د مخدره موادو په اړه وايي: «دا په اسلام کې حرام دي، خو موږ له دې پرته بله هيڅ انتخاب نه لرو.»

هیروئین مخکې له دې چې تر اروپايي مارکيټونو پورې ورسول شي، په ابتدا کې له تارياکو څخه په پاکستان، ایران او حتی خپله افغانستان کې په هیروئینو اړول کيږي.

معصوم وايي چې اوس قاچاق بران هغه ته د یوه کيلو مخدره موادو په بدل کې ۱۷۵۰۰ کلداري (۱۰۰،۹۰ يورو) ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې يې د یو ګرام بیه څه باندې ۵۰ امريکايي ډالره ده.

Afghanistan Jalalabad - Opiumfeld
افغان کروندګر وايي چې افغانستان کې بیرته واک ته د طالبانو په رسیدلو سره د مخدره موادو بیه درې برابره لوړه شوې دهانځور: Imago Images/ZUMA Press/

هغه وايي له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسيدلي دي، د مخدره موادو بیه درې برابره لوړه شوې ده. معصوم زياتوي چې د طالبانو د واکمنۍ څخه د مخه دوی د یوه کيلو مخدره موادو پر سر ۷۵۰۰ پاکستاني کلدارې ترلاسه کولئ خو نن تر ۲۵ زره کلدارو هم ډيرې په لاس راوړي.

د فرانسې خبري آژانس لیکي چې د مارکيت شا ته د مخدره موادو په سلونو تولیدونکي، معامله داران او رانيونکي حضور لري. دوی د تارياکو او چرسو د بورېو شاوخواته راټول دي شين چای څښکي او د بیو پر سر په خپلو کې بحثونه او چنې وهي.

اقليم، ناامني، سیاسي بې ثباتي او د سرحدونو تړل کيدل، ټول هغه موارد دي چې کیدای شي د کوکنارو په بيه کې هره شيبه نوسانات رامنځ ته کړي، خو دغه خلک ټول په دې باور دې چې له دې ټولو سره سره د مخدره موادو د بېې لوړيدل، د طالبانو د سرپرست حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د تیرې میاشتې خبرو سره تړاو لرې چې په دې هکله ېې کړې وې.

هغه، هغه مهال نړۍ ته ويلي ول چې طالبان نه غواړي چې د «کوکنارو هيڅ تولید» وويني، خو زیاته ېې کړه چې یو نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري تر څو کروندګرو ته د دې اجازه په لاس ورکړي چې له دغه کار وبار څخه لاس پر سر شي.

د مخدره موادو اخیستونکي د نرخ د ښکته کيدو يا په اصطلاح خپلې وارې ته ګوري. یو اخیستونکي چې هغه هم د امنيتي دلایلو له مخې خپل ځان د خپل اصلي نوم پر ځای په ذکریا ښيي وايي چې د «تارياکو بيه اوج ته د ختلو په حال کې ده.»

Afghanistan Machtübernahme Taliban Kabul
د ملګرو ملتونو سازمان وايي طالبانو په ۲۰۱۶ کې د خپلې جګړې نیمایی مصارف د مخدره موادو له لارې پوره کړی دیانځور: West Asia News Agency/REUTERS

خو یو ۴۰ کلن کروندګر، د هغه پلار او نیکه چې د خپل ژوند ډيره برخه يې د کوکنارو په کرکيله تيره کړې وايي چې هغه په طالبانو باندې باور نه لري. هغه وايي کیدای شي طالبان په «ټول افغانستان کې د کوکنارو کرکيله له منځه یوسي.»

طالبانو په افغانستان کې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په ورستيو په ۲۰۰۰م کال کې د کوکنارو کرل د اسلام دین د احکامو له مخې ممنوع کړل. خو په ۲۰۰۱م کال کې کله چې د طالبانو لومړنۍ واکمني پر افغانستان د امریکا متحده ایالاتو د پوځي حملې په نتیجه کې ړنګه شوه، يو ځل بیا په دغه هیواد کې د کوکنارو کرکيله ورو ورو پیل شوه، آن تر دې چې لويديځ يې پر وړاندې د مبارزې په لار کې په میلیونو ډالر ولګول.

د بيلګې په توګه لويديځ د افغان کروندګرو د تشویق له پاره، د زعفرانو د کرکيلې پروژې د کوکنارو د بدیل په توګه په په لاره واچولې. خو له دې سره سره د کوکنارو د کرکليې مخنیوی ونه شو.

د ملګرو ملتونو په حواله طالبانو په ۲۰۱۶م کال کې خپل نيمايي لګښت له کوکنارو څخه تامین کړی دی.

د افغانستان په سويل کې کروندګر وايي دا به له امکانه لري وي چې په افغانستان کې دې د مخدره موادو کار وبار له منځه ولاړ شي. د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې د افغانستان د کوکنارو عواید په کال کې شاوخوا ۲ میلیارده ډالره دي.

Afghanistan Herat - Safran Farm
د زعفرانو کرکلیه په افغانستان کې د کوکنارو بدیلانځور: DW/S. Tanha

افغان کروندګر معصوم وايي: «موږ پوهیږو چې دا ښه کار نه دی، خو موږ کافي اندازه اوبه او غله نه لرو.» هغه زیاتوي: «موږ اوس بل شی نه شو کرلای.» د هغه په وینا له دې پرته بل هر ډول کار و بار به د دوی له پار لږ ګټور وي او لږ عواید ولري.

زکریا چې په وینا يې د کورنۍ د ۲۵ غړو د سرپرستۍ مسئولیت ور په غاړه دی، هم د معصوم له خبرو سره همغږی دی. هغه وايي: «د کوکنارو پرته، زه حتی یوازې خپل مصارف نه شم پوره کولی.» هغه زیاتوي: «بل د حل هيڅ لاره نشته، پرته له دې چې نړیواله ټولنه زموږ سره مرسته وکړي.»

د کندهار د کرهڼې او کلتور ادارې مشر، مولوي نور محمد سعيد د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د هیروئينو تولید حرام او د خلکو له پاره مضر دي.» خو هغه وايي چې د مخدره موادو د تولید خبره له مرستو سره تړلې ده. هغه په دې اړه وايي: «که نړیواله ټولنه زموږ کروندګرو سره د کوکنارو د نه کرولو په برخه کې مرسته وکړي، په هغه صورت کې به يې موږ ممنوع کړو.»

      emd/nl/ecl/ssy/ser/mks-nz