پر افغانانو پر سفر محدوديت د نړيوالو انديښنې راپارولي
۱۴۰۰ اسفند ۱۰, سهشنبهد طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يکشنبې په ورځ په کابل کې د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې ويلي ول چې هغو افغانانو ته به له هېواده د وتلو اجازه ور نه کړي چې تر څو هغوی يو عذر او د سفر معلوم هدف ونه لري. نوموړي همدا راز ويلي ول چې ښځې به هم پرته له شرعي محرم څخه بهرنيو هېوادونو ته د سفر اجازه ونه لري.
د افغانستان له پاره د بريتانیې شارژ دافیر هوګو شورتر، د دوشنبې په ورځ د تويتر له لارې ویلي چې د طالبانو دغه اعلاميه یې ليدلې ده. هغه زياته کړې: «دا د سفر پر آزادۍ د نه منلو محدوديتونه دي. زه پر طالبانو غږ کوم چې خپله دغه خبره ژر تر ژر واضح کړي.»
تر اوسه لا دا خبره روښانه نه ده چې آیا د طالبانو محدوديت به د نړۍ د دولتونو او سازمانونو له خوا د هغو افغانانو چې له دوی سره یې همکاري کړې ده، د تخلیې هلې ځلې د خنډ سره مخامخ کړي او که نه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند هم د دوشنبې په ماښام وويل چې دوی به له طالبانو سره په دې اړه خبرې وکړي. دغه وياند زياته کړه: «موږ د رسنيو له لارې د طالبانو اعلاميه وليدله او خپلې انديښنې مو له طالبانو سره مطرح کړې.»
دغه وياند زياته کړه چې د افغانانو د ځای پر ځای کولو له پاره د آسانتياو د برابرولو زموږ وړتيا افغانانو ته د تېریدو د لارې د ورکړې د طالبانو پر خپله ژمنه په درېدو پورې اړه لري.»
مجاهد ويلي ول چې د طالبانو د سفر بندیزونه به پر هغو افغانانو هم صدق وکړي چې له ناټو او امریکايانو سره یې همکاري درلودله خو دا یې واضح نه کړه چې د کوم شرائطو پر اساس به هغوی د تخلیې وړتيا ولري.
طالبان: عام افغانان له عذر پرته بهر ته سفر نه شي کولی
مجاهد زياته کړې وه: «موږ به افغانانو ته تر هغه د وتلو اجازه ور نه کړو څو یې منزل معلوم نه وي.»
مجاهد همداراز ويلي ول چې د داسې رپوټونو د ترلاسه کولو وروسته مو چې په «بهرنيو هيوادونو کې په زرونه افغانان په ډېر ناوړه وضعيت کې دي»، د نورو افغانانو د وتلو د مخنيوي پريکړه کړې ده.
د امريکا متحده ایالاتو له خوا تنظم شوي د تخلیې پروازونه چې زياتره یې د قطر له لارې وو، د دسمبر په مياشت کې درېدلي ول.