1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

م.م. زلزله ځپلې سیمه کې د کولرا د خپریدو څخه انديښنه ښودلې

۱۴۰۱ تیر ۵, یکشنبه

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت وايي چې په سويل کې له زلزلې څخه په زرونو اغیزمن شوي خلک د څښاک پاکو اوبو او خوړو ته شدیده اړتیا لري. تر دې یوه ورځ مخکې ملګرو ملتونو په سیمه کې د کولرا ناروغۍ د خپریدا خبرداری ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/4DGrW
Afghanistan | Tote nach Erdbeben in Afghanistan
انځور: Bakhtar News Agency/dpa/picture alliance

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې زلزله ځپلي خلک د ناروغیو له خطر سره هم مخ دي.

د افغانستان په خوست او پکتيکا ولایتونو کې د چهارشنبې ورځې (د جون ۲۲مه) په زلرله کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان مړه، ۲۰۰۰ کسان ټپیان او له ۱۰ زرو ډیر کورونه تخریب شول. تر هغې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) د پيښې د عواقبو په توګه د کولرا ناروغۍ د خپریدو خبرداری ورکړ چې دا د انديښنې وړ او جدي ستونزه ده.

په افغانستان کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان، رويټرز ته وويل چې «خلک خوړو او پاکو اوبو ته نهایت ډير ضرورت لري.» هغه زیاته کړه چې د درملو تنظیم د چارواکو له خوا شوی، خو د هغو خلکو ټولو ستونزو ته رسيدګي به یوه ننګونه وي کوم چې په زلزله کې ېې کورونه له لاسه ورکړي دي.

زمان ويل: «موږ له نړیوالې ټولنې او بشري سازمانونو څخه غواړو چې موږ سره د غذايي موادو او درملو مرسته وکړي. ژغورل شوي کسان کیدای شي په ناروغیو اخته شي، ځکه هغوی د ژوند کولو له پاره مناسب کورونه او سرپناوې نه لري.»

ملګرو ملتونو او ګڼ شمیر نورو هیوادونو اغیزمنې سیمې ته خپلې مرستې چټکې کړي چې تر اوسه ډيرې ېې رسیدلې هم دي.

Afghanistan Erdbeben | Hilfslieferungen aus Pakistan startet in Islamabad
ملګرو ملتونو او ګڼ شمیر نورو هیوادونو اغیزمنې سیمې ته خپلې مرستې چټکې کړي چې تر اوسه ډيرې ېې رسیدلې هم ديانځور: National Disaster Management Authority/AP/picture alliance

په افغانستان کې د زلزلې له کبله دغه رامنځ ته شوی سخت وضعیت د طالبانو له پاره چې نژدې يو کال مخکې په افغانستان کې واک ته رسيدلي یوه لویه آزموینه ده. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تر اوسه د هيڅ هیواد له خوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی او له دې نه علاوه نورې بشري او اقتصادي ستونزې هم ورته په مخ کې پرتې دي. د طالبانو په واکمنیدو سره په بهر کې د افغانستان د ميليارډونو ډالرو په ارزښت شتمنۍ هم کنګل شوي دي. ورسره جوخت د بيکارۍ کچه لوړه شوې او بهرنۍ مرستې هم د پخوا په څير افغانستان ته نه رسیږي.

طالبانو د رسميت پيژندلو او په لويديځ کې د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شوو پيسو د آزادولو غوښتنه کوي خو تر اوسه په دې برخه کې څه نه دي شوي.

د کابل روغتونونه چې تر ډيره په کې د جګړې د ټپيانو درملنه کیږي، خپلې څانګې ېې د زلزلې ټپيانو پر مخ خلاصې کړي دي، خو ډيری ناروغان په سيمه کې دي.

د برمل ولسوالۍ د اور کلی یو له هغو سیمو  څخه ده چې زلزلې ډير سخت ویجاړ کړی دی. د دغه کلي يو اوسیدونکي ۱۸ کلن حضرت علی وويل: «زموږ کورونه له منځه ولاړل، موږ هيڅ خیمه نه لرو... موږ سره ډير ماشومان دي. موږ هیڅ هم نه لرو. زموږ خوراکي مواد او جامې...هر څه تر خاورو لاندې شول.»

علي همدارنګه وويل: «ما مې خپل وروڼه له لاسه ورکړل، زړه مې مات دی. اوس موږ یوازې دوه سره یو. هغوی په ما ډير ګران ول.