1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ولې د الکترونيکي تذکرو بیې لوړي کړې؟

شعیب تنها شکران | شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ فروردین ۲۴, پنجشنبه

د طالبانو د حکومت کابینې په دې وروستیو کې د الکترونيکي تذکرو بیه دوه برابره لوړه کړې ده. خلک له دې طرحې شکایت کوي او د افغانستان د تابعیت د سند د عادلانه وېش پر وړاندې یې خنډ بولي.

https://p.dw.com/p/4Q1Ck
 افغانستان کې خلک د تذکرو د ویش د پروسې له رو والي ځوریږې
افغانستان کې خلک د تذکرو د ویش د پروسې له رو والي ځوریږېانځور: Subel Bhandari/dpa/picture alliance

په دې وروستیو کې د طالبانو د چارو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دا بیه د احصایې او اطلاعاتو د ریاست په غوښتنه لوړه شوې ده.
په تیر حکومت کې الکترونيکي تذکرې د ۲۰۰ افغانیو په بدل کې وېشل کېدې، خو د طالبانو ادارې دغه مبلغ ۳۰۰ افغانیو ته لوړ کړ. خو اوس د دې نوې طرحې پر اساس غوښتونکي باید د الکترونیکي تذکرې د ترلاسه کولو له پاره ۵۰۰ افغانۍ ورکړي.

په ننګرهار کې د تذکرې دفتر ۶۱ مامورين ولې له دندې ګوښه شوي؟
خو د افغانستان خلک وايي چې دا ډول پرېکړې خلک له تذکرې اخیستلو څخه زړه توري کوي. د کابل يوه اوسېدونکي فرهاد، دویچه ویله ته یې وویل: «زه په خپله د کورنۍ د هر غړي د تذکرې پر سر ۵۰۰ افغانۍ نه شم ورکولای. ځکه چې زما په کورنۍ کې اته غړي دي. زه دا پیسې له کومه کړم؟ حکومت باید د تذکرې اخیستو ته خلک وهڅوي او باید بیه یې راټیټه کړي، که وړیا نه وي، لږ تر لږه د چاپ پیسي دي یې واخلي.»

«د هویت د تشخیص پروګرام به افغانانو ته ستونزي جوړي کړي»

د هرات يو اوسېدونکى سردار، د الکترونیکي تذکرو د بيې پر لوړېدو د نيوکې تر څنګ د دغو پېژندپاڼو د وېش په برخه کې د اداریي بهير له ځنډه هم شکايت کوي.
نوموړي دویچه ویله ته دا وویل: «حکومت باید د دې زیاتې پیسې د ترلاسه کولو په بدل کې د الکترونیکي تذکرو د وېش په برخه کې د خلکو له پاره ښې اسانتیاوې او خدمات وړاندې کړي. د بېلګې په توګه ما خپله د پېژندپاڼې د چاپ له پاره درې میاشتې انتظار وکړ. اداري پروسه یې ډېره ورو روانه ده چې دا ډیر ځورونکی دی.»
خو په افغانستان کې د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو ادارې چارواکي بیا وايي چې د اړتیا وړ چاپي توکو د بیې لوړیده د دې لامل شوې چې د الکترونيکي تذکرو بیه هم لوړه شي.
د طالبانو د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویاند محمد حلیم رفیع دویچه ویله ته وویل: «د الکترونيکي تذکرو د بیې لوړېدل بېلابېل لاملونه لري، له یوې خوا په نړیوال بازار کې د سپینو الکترونيکي تذکرو بیه لوړه شوې ده او له بلې خوا د چاپي توکو او اکمالاتو بيه مخ پر لوړیدو ده.»
هغه همدا راز وويل: «د برېښنايي پېژندپاڼو د اداري او بايوميټريک پروسه به د تېر په څېر وي او په راتلونکي کې به هم دغه طرحه په ګاونډيو هيوادونو کې د افغانستان د سفارتونو له لارې هم عملي شي.»

د یادوني وړ ده چې د طالبانو کابینې د ماشومانو د زیږیدني کارت په ۲۰۰ افغانۍ او د لویانو په ۵۰۰ افغانی کړی دی.
او کوم کسان چې غیابي نوې تذکرې او یا تائید یې غواړي باید د ۲۰۰ ډالرو په بدل کې یې تر لاسه کړي او همدا راز د ماشومانو غیابي زیږیدني کارت هم د ۲۰۰ ډالرو په بدل کې توزیع کیږي.  
د احصایې د ملي ادارې چارواکي وايي چې تر اوسه پوري لس میلیونه افغانانو خپل برېښنايي تذکرې ترلاسه کړي او دا لړۍ به لا هم دوام وکړي.
 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai