1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو تر نیولو وروسته په کابل ښار کې د جمعې لومړی لمونځ

۱۴۰۰ مرداد ۲۹, جمعه

په کابل کې د جمعې لمونځ د کومې امنيتي پيښې پرته ترسره شو. طالبانو د پخوا په څير خلک په اجباري توګه لمانځه ته نه بلل، د جامو په څرنګوالي هم بندیز نه وو او نه هم د مسجدونو په دروازو کې د طالبانو ساتونکو حضور درلود.

https://p.dw.com/p/3zGfO
Aghanistan | Religion | Ramadan
په کابل کې د عبدالرحمن جامع مسجد - د آرشیف انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

اسوشتید پریس وايي چې په ځينو مسجدونو کې د عادي وخت په پرتله لمونځ کونکي ډير وه.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په سطحه د مسجدونو امامانو ته یو لارښود خپور کړ چې په کې ويل شوي، امامان باید خپل اوونیز وعظونه جاري وساتي، لمونځ کونکي یووالي ته راوبولي، هغوی ته ووايي چې له هیواده ونه تښتي او د دوی په اړه «منفي تبلیغات» پر ضد ودريږي. په دغه لارښود کې ويل شوي: «د حکومت ګټې باید د ټولو له پاره تشریح سي.» د کابل يو اوسیدونکي جاويد صافي خوښي څرګنده کړه چې لمونځ د امن په فضا کې ترسره شو. هغه وويل: «خلک د پخوا په پرتله عادي ول او تر اوسه کوم محدوديت نه دی وضع شوی.»

Afghanistan | Taliban Kämpfer in Kabul
طالبان په کابل ښار کېانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

اسوشتيد پریس ليکي چې تر دې وړاندې به افغان حکومت پر مسجدونو د حملې د مخنيوي له پاره ساتونکي ګمارل. د طالبانو له خوا د کابل تر نيولو وروسته دا په دغه ښار کې د جمعې لومړنی لمونځ دی چې ترسره کیږي. د کابل په ختيځ کې د یوه مسجد امام بشیر وردک وويل: «افغانان باید متحد شي او نور جګړه او ورور وژنه ونکړي.» د کابل ښار په شمال کې امام عبدالبغدي وويل: «خلک باید پیسې ټولې کړي او بیځايه شوو کورنيو سره دې مرسته وکړي.» هغه وويل: «د دې له پاره چې طالبان بریالي سي، نو باید يو ټولشموله حکومت جوړ کړي.»

د کابل تر نیولو د مخه د جګړو له کبله په زرونو کورنۍ بيځایه شوي او له هغې ورځې چې طالبانو د کابل ښار نیولی، د کابل هوايي ډګر څخه په سلونو افغانانو د نړۍ مختلفو هیوادونو ته وتلي دي. اکثره دغه افغانان د طالبانو د احتمالي ګواښونو له ويرې هيواد پريږدي. لا هم د افغانانو او بهرني اتباعو د وتلو بهیر ادامه لري.

آ/م.ک.ص./م.ق.ن.