1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې احتمالي هوکړه لیک لاسلیکېدو ته چمتوالی

۱۳۹۸ اسفند ۵, دوشنبه

د تاوتریخوالي د کمیدو مودې په ترڅ کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې احتمالي هوکړه لیک لاسلیکېدو مراسمو ته چمتوالی روان دی. د سولې هڅو ترڅنګ افغانستان کې سیاسي ناندرۍ کوم برید ته رسېدلې؟

https://p.dw.com/p/3YJpn
Bemühungen zur Lösung der afghanischen Wahlstreitigkeiten
انځور: Presidency of Afghanistan

افغان سولې له پاره د هلوځلو په ترڅ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا طالبانو سره د سولې هوکړه لیک لاسلېکولو ته چمتوالی ښودلی.

ښاغلي ټرمپ هند ته تر سفر وړاندې سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، که طالبان د "تاوتریخوالي د کمولو" په اړه خپلې ژمنې عملي کړي، نو د سولې هوکړه لیک لاسلیکیولو ته چمتوالی لري: «هغوی سرزوري خلک دي، مونږ هم سرزوري یو خو ۱۹ کاله خورا اوږده جګړه ده.»

د سولې هوکړه لیک مراسمو ته چمتوالی

سره له دې چې د دغه احتمالي هوکړه لیک د لاسلیکیدو ځای په رسمي توګه نه دی په ډاګه شوی، خو د قطر دولتي چارواکي په دوحه کې مراسمو ته چمتوالی نیسي.

افغانستان له پاره د قطر ځانګړی استازی مطلق بن مجید القهطانی، کابل ته تللی او هلته د سولې هوکړه لیک د مراسمو په اړه له افغان چارواکو سره غږېدلی. هغه ویلي:«مونږ هیله من یو چې دا توافقنامه به نهايي او د فبرورۍ پر ۲۹مه به لاسلیک شي.»

نوموړي رسنیو ته ویلي چې په دې اړوند مراسمو ته یوشمېر هېوادونه او افغان سوله کې ښکېل سازمانونه رابلل شوي.

هاخوا آرګ وایي چې افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد تېره شپه له ولسمشر غني سره کتلي او د "تاوتریخوالي پام وړ کموالي اوونۍ" تېرې څو ورځې یې ارزولي. د ارګ په یوه وینا پاڼه کې راغلي: «دواړو لورو د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د پام وړ کمښت اوونۍ د پيل د تېرو دوو ورځو ارزونې او د سولې بهیر په راتلونکو ګامونو بحث او نظرونه تبادله کړل.»

له بل لوري افغانستان کې د سولې هلو ځلو سره هممهاله او د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته ټاکنیزو ناندریو هم خورا زور اخېستی.

سیاسي ناندرۍ

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله د والیانو معرفي کېدو ترڅنګ اوس د «لوړې» مراسمو ته هم چمتوالی نیسي. د دې ډلې یوه ویاند ایمل خان صافي دویچه ویله ته وویل: «د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ټول شموله حکومت د تحلیف مراسمو ته د چمتوالي کمېسیون لومړۍ غونډه کړې، دا کمېسیون به د مراسمو د ځای او وخت په اړه اعلان وکړي.»

Bemühungen zur Lösung der afghanischen Wahlstreitigkeiten
انځور: Executive director of Afghanistan

ارګ تردې وړاندې د لوړې مراسمو ته کمېسیون ګمارلی او د روانې اوونۍ په پای کې به ولسمشر غني د پنځو نورو کلونو له پاره د منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

سیاسي شنونکي عزیز ستانکزي دویچه ویله ته وویل، اوس باید د ټاکنیزو ناندریو پرځای ټول پام سولې ته واوړي: «د یوه منتخب حکومت په شتون کې د یوه بل حکومت د لوړې مراسم نه حقوقي بنسټ لري او نه هم سیاسي، د یوګنډا، نایجریا او سوډان په څېر هېوادونو کې هم چې په کورنیو جګړو کې ښکېل دي، دوه حکومتونه نشته.»

خو د دغو سیاسي ناندریو د حل په موخه د سیاستوالو او چارواکو ترمنځ لېدنې کتنې هم دوام لري. په دې لړ کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني جهادي مشرعبدالرب رسول سیاف په ارګ کې له ولسمشر غني سره کتلي.

آرګ وايي:«ولسمشر محمد اشرف غني نن له پخواني ولسمشر حامد کرزي او استاد عبدالرب رسول سیاف سره کتلي، په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، د هیواد پر روان وضعیت او د سولې پر بهیر صمیمانه او هراړخیز بحث وشو.»

دغه راز، عبدالله عبدالله هم پرخپله فیسبوک پاڼه انځورونه خپاره کړي چې استاد سیاف او حامد کرزي سره یې کتلي. ښاغلي عبدالله لیکلي: «په دې کتنه کې د ټاکنو پایلو له امله د رامنځته شوي بحران او له دغه بحرانه د راوتلو پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.»

سره له دې چې د دغو کتنو ډېر جزئیات نه ورکول کیږي، خو د چارو کتونکي وايي داسې بریښي چې د ټاکنیز جنجال د حل لپاره د سیاسي مشرانو او حکومت ترمنځ چټکې خبرې روانې دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان سره سم ویلي ول، چې ټاکنې او وروستۍ پایلې په هېواد کې د بحران لامل شوي.

اسماعیل شاکر – کابل