1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو سره د سولې تړون ته د افغان ښځو شبکې غبرګون

۱۳۹۸ اسفند ۱۱, یکشنبه

د افغانستان د ښځو شبکه وايي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د "سولې هوکړه لیک" باید تر لاسلیکېدو دمخه له خلکو سره شریک شوی وای. ددغه تړون په اړه د یوشمېر افغان میرمنو اندېښنې څه شي دي؟

https://p.dw.com/p/3Yh2T
Afghanistan Chost | Frauen fordern Rechte in Gesprächen mit Taliban
انځور: DW/F. Zahir

د "افغان ښځو شبکه" د طالبانو او امریکایانو ترمنځ له لاسلیک شوي هوکړه لیک هرکلی کوي، خو ترڅنګ یې په دغه هوکړه لیک له شته ابهاماتو اندېښنه وښوده.

ددې شبکې غړو نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ لومړۍ نیټه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، د سولې په هوکړه لیک کې د دیموکراتیک نظام د ساتنې، د اوسني اساسي قانون برخلیک، بشري حقونو په خاص ډول د ښځو حقونو ته کوچنۍ اشاره هم نه ده شوې.

د شبکې یوې غړې محبوبه سراج وویل:

«موږ ښځې د تړون په اړه خپل ملاحظات لرو او تمه مو لرله چې دا سند د لاسلیک دمخه د هیواد له خلکو او د ښځو له بنسټونو او رهبرانو سره شریک شوی وای، خو بیا هم هېواد ته د سولې د راوستو په خاطر چې د جګړی د ختمولو یواځینۍ لار ده هیله من یو.»

د افغان ښځو شبکې په اعلامیه کې یو تعداد نورو اندېښنو ته هم اشاره شوې، د بیلګې په توګه د طالبانو د قطر دفتر د غړي شیرمحمد عباس ستانکزي څرګندونې یې د اندېښنې وړ بللي.

د ښځو حقونو په اړه د طالبانو لیدلوری

عباس ستانکزي په قطر کې رسنیو ته ویلي چې د ښځو په اړه د طالبانو په دریځ کې بدلون نه دی راغلی.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په کابل کې خبري غونډې ته یوځل بیا ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې د ښځو حقونه ورته لومړیتوب لري.

«زه نه د اساسي قانون له لومړي فصل تیریدی شم او نه هم دوهم فصل څخه، ځکه په اساسي قانون کې په واضح ډول سره دا راغلي چې نه د نظام شکل او نه هم د افغانستان د اوسیدونکو بنیادي حقوق د تغیر وړ دي، هلته په وضاحت ویل شوي چې د ښځو او نارینه وو حقونه مساوي دي.»

افغان ښځو شبکه، د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو په اړه هم خپلې ملاحظې لري.

 ددې شبکې په اعلامیه کې راغلي چې د بندیانو خوشې کېدل باید د یوه حقوقي میکانیزم په چوکاټ کې تر سره شي.

اعلامیه زیاتوي:

«له محبسونو څخه د طالبانو ۵۰۰۰ بندیانو خوشی کېدو د خلکو جدی اندېښنه راپارولی ده. موږ اندېښنه لرو،چي  تیرې تجربې بیا تکرار نه شي. ځکه نو باید د بندیانو د ازادولو په برخه کي په بین الافغاني مذاکراتو کې بشپړ توافق رامنځته شي.»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا نن په زغرده وویل، چې امریکایان د بندیانو د خوشې کولو واک نه لري.

ده زیاته کړه چې د افغانانو خپل منځي خبرو وړاندې ممکنه نه ده، چې ۵ زره طالب بندیان خوشې شي او په دې اړه هیڅ ژمنه نشته.

Katar US-Außenminister Mike Pompeo zur Unterzeichnung Abkommen mit Taliban
انځور: AFP/G. Cacace

د افغانانو خپل منځي خبرو کې د ښځو ونډه

افغان ښځې وايي تردې وروسته هیڅ ډول هوکړې باید د ښځو له ونډې پرته ترسره نه شي.

د افغان ښځو شبکه، راتلونکو بین الافغاني خبرو لپاره په ټاکل کېدونکي پلاوي کې د ښځو پر۳۰ سلنه ونډه ټینګار کوي.

د بهرنیانو مسؤلانه وتل

افغان ښځو شبکه دغه راز، د "اورکم" پر ځای د تلپاتي "اوربند" غوښتنه کوي.

ددې شبکې په اعلامیه کې پردې هم ټینګار شوی چې د امریکا په ګډون ټول خارجي ځواکونه باید په مسؤلانه ډول د افغانستان څخه ووځي.

اسماعیل شاکر – کابل