1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د طالبانو آلمانی غړی په شپږ کاله بند محکوم شو

۱۳۹۷ آذر ۱۹, دوشنبه

د طالبانو یو آلمانی غړی په آلمان کې په شپږ کاله بند محکوم شو. د آلمان د دوسلدورف آیالتي لوړي محکمې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر لسمه) دغه کس ګرم وباله.

https://p.dw.com/p/39oUl
Deutschland Prozessbeginn gegen mutmaßlichen "deutschen Taliban"
انځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd

له تیرو څو اوونیو راهیسې د دغه تورن کس چې توماس ک. نومیږي په دوسلدروف کې محاکمه پیل شوې وه. تر دې دمخه نوموړي ۳۷ کلن پر خپلو جرمونو اقرار کړی وو. خو د دې پر وړاندې اصلي تور چې د قتل هڅه وه، محکمې مدلل و نه باله.

دغه کس چې په پولنډ کې زیږیدلی او د آلمان د راینلد فلڅ په ورمز کې رالوی شوی، د روان میلادي کال په فرورۍ میاشتې کې د افغانستان د هلمند ولايت په گرشک ولسوالۍ کي افغان ځانګړو امنیتي ځواکونو ونيو. د تحقیقاتو په پایله کې معلومه شوه چې نوموړي د ۲۰۱۲م کال په اګست میاشت کې پاکستان ته سفر کړی او پنځه کاله د طالبانو په لیکو کې جنګیدلی وو.

تر دې دمخه هغه ویلي ول چې له سختو رواني ستونزو کړیدی او تر دې دمخه د رواني درملنې په کلینک کې وو او په همدي علت يې په ۲۵ کلنۍ کې وخت تر مخه تقاعد اخیستی وو. خو یوه روانشانس په بشپړه توګه د یوه جرم د تر سره کولو له پاره د جوګه کس په توګه تشخیص کړی وو.