1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شکايتونو په کميسيون کي تر۶۰۰۰ زياتو استينافي شکايتونو ثبت

۱۳۹۸ بهمن ۱, سه‌شنبه

د افغانستان ټاکنيزو شکايتونو ته د رسيدگۍ کميسيون، څه د پاسه ۶۲۹۰ استينافي اعتراضونه ثبت کړي دي. په پام کي ده چي دغه کميسيون به په ۱۵ ورځو کي دغو شکايتونو ته رسيدگي وکړي.

https://p.dw.com/p/3WYdc
Afghanistan Parlamentswahl | Wahllokal in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه څه د پاسه درې مياشتي تيري سوي او ټاکنيزو شکايتونو ته د رسيدگۍ کميسيون، د استينافي شکايتونو د ارزولو لړۍ تازه پيل کړې.

ټاکنيزو شکايتونو ته د رسيدگۍ کميسيون مخکي ويلي ول چي د شکايتونو د ارزولو په نتيجه کي د رايه ورکولو د پنځه زره محلونو رايي شميرل سوي او د ۱۰۹ محلونو رايي باطلې اعلانيږي. ټاکنيزو تيمونو ددغه ډول پريکړې پر ضد اعتراض کې استينافي غوښتې ده.

ټاکنيزو شکايتونو ته د رسيدگۍ کميسيون نن سه شنبه د استيناف غوښتني د شکايتونو د قانوني ثبت، پای اعلان کړ، ددغه کميسيون کميشنرانو په کابل کي د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کي وويل چي ۶۲۹۲ استينافي شکايتونه يي ثبت کړي دي. ټاکنيزو شکايتونو ته د رسيدگۍ کميسيون وايي چي انتخاباتي ډلو ددغه کميسيون د ولايتي دفترونو پر پريکړو، په ۲۹ ولايتونو کي اعتراض کړی او د استيناف غوښتنه يي کړې.

ټاکنيزو شکايتونو ته د رسيدگۍ د کميسيون مشري زهرې بيان شينواري په دې هکله وويل: »د پنځو ولايتونو، پروان، ميدان وردگ، تخار، جوزجان او بادغيس انتخاباتي ټيمونو استينافي شکايتونه نه درلودل.«

ټاکنيزو شکايتونو ته د رسيدگۍ د کميسيون منشي، محمدقاسم الياسي ويلي دي چي دغه شکايتونه د اشرف غني تر رهبرۍ لاندي د دولت جوړوني، د عبدالله عبدالله په مشرتوب د ثبات او همپالني او د گلبدين حکمتيار په مشرتوب د سولې او اسلامي عدالت د ډلو له خوا ثبت سوي دي.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د کميشنرانو په خبره، دغه اعتراضونه زياتره د رايو د توپيرونو، د رايي ورکولو له پاره د ټاکل سوي وخت څخه بهر د رايو د استعمال، له بايومتريک رايو څخه پرته او مشکوکو رايو د ورکولو له کبله ول.

د انتخاباتو د قانون پر اساس، ټاکنيزو شکايتونو ته د رسيدگۍ کميسيون، يوازي ۱۵ ورځي وخت لري، تر څو دغو شکايتونو ته رسيدگي او په هکله يي خپله پريکړه وکړي.