1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د شپې خرهاری او د الزايمر ناروغۍ د خطر ډېريدل

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبه

نوې څېړنې ښیي هغه کسان چې د خوب اپنيا لري، د مغز بایومارکرنونو لوړه کچه لري چې د مغزو سکته، الزایمر ناروغۍ او ادراکي کمښت سره تړاو لري.

https://p.dw.com/p/4RXmB
Symbolbild Schnarchen Partnerschaft Schlafzimmer
انځور: Christin Klose/dpa/picture alliance

طبي ژورنال «هيلت لاين» لیکي چې دا څیړنه ښیي چې د خوب اپنیا يا د خوب پر مهال د لنډې شيبې له پاره د ساه بنديدل او په ژور خوب نه ویده کيدل، د خوب اوږدمهاله اختلال دی چې کولی شي نور روغتیايي خطرونه زیات کړي، لکه د معدي ناروغي او زړه ناروغي او د وینې لوړ فشار.

دا څه اکثره وخت، خو تل نه، د خرهاري په واسطه څرگنديدیږي او د هغه چا له پاره ځورونکي وي چې د دوی تر څنګ ویده وي. په هر حال، دا تر ځورونکي ستونزې ډېره ده.

په خوب کې اخلال څومره خطرناک دی؟

دا څېړنه چې د چهار شنبې په ورځ د نیورولوژي په ژورنال کې خپره شوې، د خوب او دماغ د روغتیا اړوند عوامل يې څېړلي دي. په روچیسټر کې د مایو کلینیک د څیړونکو په وینا دا بایو مارکرنونه د دماغي ناروغۍ حساستوب په نښه کونکي دي او دا يې موندلې چې د خوب، ژور خوب او د سست خوب کمې څپې، د دې بایومارکرنونو سره تړاو لري، ځکه چې په مغزو کې د دې بدلونونو له پاره هیڅ درملنه نشته. له همدې امله د دوی د پیښیدو یا خرابیدو د مخنیوي له پاره باید لارې چارې وموندل شي.

گډوډ خوب
گډوډ خوبانځور: Colourbox

په دې څیړنه کې ۱۴۰کسان شامل وو چې منځنې عمرونه یې ۷۳ کاله دی. هر برخه اخیستونکي د خوب اپنيا درلوده، خو تر څېړني دمخه يې ديمنس نه درلود. د څېړنو د پایلو له مخې، د سست يا  ژور خوب په مرحله کې په دماغ کې د سپینو مادو اندازه ډیریږي.

د شپې خوب ژوند اوږدوي؟

دا اندازه د ۲،۳ کلونو د عمر زیاتوالی سره مساوي ده. له همدې امله، هغه چا چې د سست خوب څپه  یې ۲۰ سلنه کمه  وه د ۴،۶ کاله ډير عمر لرونکي سړي په څیر سپینې مادې لرلي. په لوړ غږ خريدل د خوب د اپنیا یو له عامو نښو څخه ده. خو ټول هغه کسان چې په خوب کي خریږي د خوب اپنیا نه لري. هغه خلک چې د خوب اپنیا تجربه کوي په خپله ساه اخيسته يا تنفس کې وقفه لري.

دغه راز هغه کسان چې د خوب په ناروغۍ اخته وي، اکثره د ورځې په اوږدو کې د ستړيا او سستوالي احساس کوي، خوب کوي، یا ډیره قهوه څښي.

د خوب د اپنیا له پاره خطر، ډیر وزن او کوچنۍ ژامه ده. د پوزې بنديدل او الرجی کولی شي دا ستونزه نوره هم زیاته کړي.

د څېړونکو په وینا، دا مهمه ده چې د خوب د اپنیا سره د خلکو د خوب د کیفیت ارزونه وشي، ځکه چې د شپې په اوږدو کې دماغ ته په کافي اندازه اکسیجن ورکول د دماغ روغتیا ته وده ورکوي.