1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوریا رهبر د خلکو په عام محضر کې را څرګند شوی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۳, شنبه

کیم جونګ اون څو اونۍ په عام محضر کې نه وو را څرګند شوی او دې کار د هغه د روغتیایې وضعیت په اړه ګونګوسې راپورته کړې وې. خو د جمعې په ورځ د شمالي کوریا رسنیو د هغه نوي انځورونه خپاره کړل.

https://p.dw.com/p/3bgA9
Nordkorea veröffentlicht neue Bilder von Kim Jong-Un
انځور: picturealliance/AP Photo/KCNA

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د کیمیاوي کود یا سرې یوه تولیدي فابریکه پرانیستله او د دغې پرانستنې انځورونه د شمالي کوریا رسنیو خپاره کړي دي. دا په داسي حال کي چي دغه هيواد تر اوسه پورې په عامه محضر کې د کیم جونګ اون د نه را څرګندیدو په اړه چپ پاته وو. خو د کيم جونګ اون تازه انځورونه اوس د دغه هیواد رسنیو بې له هیڅ ډول وضاحت څخه خپاره کړي دي. په دغو انځورونو کي ښودل کيږي کيم جونګ اون د کیمیاوي سرې د یوې تولیدي فابریکې سره پټۍ پرېکوي. نوموړی د هغه د مرګ په هکله يو شمېر آوازو د خپرېدو اوس د لومړي ځل له پاره د خلکو په عام محضر کې لیدل شوی دی.

د شمالي کوریا خبري آژانس (KCNA) خبر ورکړی دی چې کیم د جمعې په ورځ (د می میاشتې په لومړۍ نیټه) د کیمیاوی سرې د تولید یوه کارخانه افتتاح کړه. د شمالي کوریا Rodong Sinmun ورځپاڼې هم د سویلي ایالت پیونګان څخه د هغه د لیدنې انځورونه خپاره کړي دي.

په دې انځورونو کې د شمالي کوریا د رهبر سربیره د دغه هیواد لوړپوړي استازي د هغو له ډلې څخه د هغه خور کیم یو جونګ او د هغه شخصي مشاور کومو یو جونګ هم لیدل کیږي.

د شمالي کوریا خبري آژانس لیکلي دي : کله چې کیم د کیمیاوي سرې د تولید فابریکې د پرانیستي په مراسمو کې را څرګند شو په دغو مراسمو کې د حاضرو خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شو. کیم له کارخانې څخه لیدنه کړې او د کیمیاوي کود د تولید د بهیر په هکله ورته معلومات ورکړل شوي دي.

زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

کیم ویلي دي که نیکه یې کیم ایل سونګ او پلار یې کیم جونګ ایل د کیمیاوي سرې د دغه عصري کارخانې له پرانیستې څخه خبر شوي وای، نو ډیر د خوښۍ احساس به یې کړی وای.

کیم جونګ اون د اپریل په ۱۵ نیټه په نا اټکل شوي توګه د خپل نیکه کیم ایل سونګ چې د دغه هیواد بنسټ ايښودونکی دی د زیږېدو نیټې د جشن په مراسمو کې راڅرګند نه وشو، نو همدا سبب شو چې د هغه د روغتیا او جراحي عملیاتو په اړه ډیرې آوازې خپرې شوې.

د اپریل میاشتې په ۲۱ نیټه د "Daily NK" انټرنټ پاڼې چې له سئول څخه اداره کیږي او د شمالي کوریا په اړه خبرونه خپروي رپوټ ورکړی وو چې کیم د اپریل میاشتې په ۱۲ نیټه د لنډې مودې له پاره په روغتون کې بستر او د زړه جراحي عملیات یې کړي دي.

"CNN" هم د امریکا د یوه دولتي چارواکي په استناد خبر ورکړی وو چې د کیم روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د جنوبي کوریا د ولسمشر امنیتي سلاکار د دغو رپوټونو په ردولو سره ویلي وو چې د شمالي کوریا رهبر ژوندی دی او د ونسان ښار د دوبي په یوه استراحتګاه کې استراحت کوي او احتمالاً ډير ژر د خلکو په عام محضر کې را څرګند شي.

آژانسونه/ ش.ن/ا.ا