1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا مشر د «استراتيژيکو» وسلو د پراختيا خبر ورکړ

۱۳۹۸ دی ۱۱, چهارشنبه

د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون، ويلي دي چې د خپلو اتومي وسلو او د توغندويزو آزموينو په اړه کړې ژمنې نورې نه رعايت کوي. هغه همدغه راز خبرداری ورکړی دی چې نړۍ به د «نوو استراتيژکو» وسلو شاهده وي.

https://p.dw.com/p/3VYzX
Nordkorea Kim Jong Un besucht eine Militäreinheit in Changrin
آرشيفانځور: picture-alliance/AP Images/KCNA

د شمالي کوريا رهبر ويلي دي چې هيواد يې د توغنديو د پراختيا پروګرام له سره پيلوي. د دغه هيود د رسمي خبري آژانس «کې سي ان سي» په حواله، کيم جونګ د نوي کال په مناسبت خپلې وينا کې ګواښ کړی دی چې نړۍ به په راتلونکې کې د «نوو ستراتيژيکو تسليحاتو» شاهده وي. کيم د شمالي کوريا او امريکا متحده ايالاتو تر منځ اتومي مذاکراتو ته په اشارې کوم چې اوس درول شوي دي، ويلي دي چې «واشنګتن د مافيايي يا جنايي کړيو د غوښتنو په څير طرحې سره» د وخت ضايع کولو ته ادامه ورکوي.

د خبرو اترو دروازې پرانيستي دي

د هغه په خبره، د شمالي کوريا د «تسليحاتي پروګرامونو» پراختيا او مخته وړل، د امريکا متحده ايالاتو له موقف سره تړلي دي. کيم ټينګار کړی دی چې حکومت یې نه شي کولای خپل امنيت د فرصت او آرامښت په بدل کې له لاسه ورکړي. کيم زياته کړه چې شمالي کوريا وروسته له دې د خپلو اتومې او د قاره ويشتونکو توغنديو آزموينو په اړه کړې ژمنې نه رعايتوي. خو هغه سربيره پر دې ويلي دي چې د خبرو اترو دروازې پرانيستي دي.

BG Jahresrückblick 2019
کيم او ترمپ انځور: Reuters/K. Lamarque

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپئو په په دې اړه په لومړني غبرګون کې له «فاکس نيوز» سره په مرکه کې ويلي دي: «موږ هيله لرو چې کيم يو ښه تصميم ونيسي.» د امريکا د بهرنيو چارو وزير زياته کړې چې کيم کولای شي د «سولې او رفاه» او د «جګړې او بحران» تر منځ انتخاب وکړي.

د ترمپ او کيم تر منځ اختلافي موارد

امريکا متحده ايالاتو تر دې مخکې د شمالي کوريا هغه ضرب الاجل ته چې د وسلو په اړه مذاکرات دې له سره پیل شي پاملرنه نه ده کړې. د شمالي کوريا او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ د وسلو په اړه مذاکرات درول شوي دي. دغه مذاکرات وروسته له هغې ودرول شول چې د تيرکال په فبروري مياشت کې د ترمپ او کيم ترمنځ مذاکرات له بن بست سره مخ شول.

شمالي کوريا د نورو تقاضاو سربيره، د نړيوالو بنديزونو د لرې کولو غوښتونکې هم ده. خو ترمپ دغه غوښتنې رد کړي او يوازې د شمالي کوريا پر وړاندې محدودو ژمنو ته تیار دی. شمالي کوريا په نړيواله کچه په انزوا کې واقع ده. يوازې چين دی چې د شمالي کوريا د ملګري هيواد په توګه ورباندې حساب کيږي. د يادونې ده چې د نړيوالو قوانينو تر نقضولو وروسته، پر شمالي کوريا باندې په ۲۰۱۶م او ۲۰۱۷م کلونو کې بنديزونه په شدت سره ډير شول.