د شمالي کليفورنیا په ځنګلونو کې پراخه اورلګېدنه رامنځ ته شوې
۱۴۰۳ مرداد ۶, شنبهد بيلي سي په نوم یوه قوماندان د جمعې په ماښام خبري کنفرانس کې وويل چې «دغه اور په ډېره چټکۍ په ساعت کې له ۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ ایکړه (د ۱۶،۱۸ او ۲۰،۲۲ کلومتر مربع) ځمکه کې خپريږي.»
د دولتي آژانس کال فایر په حواله، سي زیاته کړه چې د اور مړ کولو له پاره ۱۷۰۰ اور وژونکي هڅې کوي او د سلونو نورو اضافي ژغورنکو غوښتنه هم شوې، خو د دې ټولو باوجود تر اوسه «صفر فیصد» اور په کنټرول کې دی.
دامریکا متحده ایالاتو په شمالي کلیفورنیا په ځنګلونو کې دغه اور د چهارشنبې په ورځ چيکو ښار ته نژدې په بيوټ کاونټي کې بل شو چې د ساعتونو په جریان کې په چټکۍ په پراخه ساحه کې له هغې جملې په تیهاما کاونټي کې خپور شو.
د فرانسې خبري آژانس ليکي چې په مجموع کې له بيوټ کاونټي څخه ۴۴۰۰ کسان نژدې کوچنیو ښارونو چوسيت، فوریست رنچ او چیکو ته تخلیه شوي دي.
د بیوت کاونټي د اور وژنې ادارې مشر، ګریت سیولند (Garrett Sjolund) وويل چې وايي چې ۱۳۴ ساختمانونه د اور په لمبو کې له منځه تللي دي، خو تر څنګ «ګڼ شمېر کورونه ژغورل شوي [هم] دي.»
سیولند خبریالانو ته وويل چې «دا داسې یو اور دی چې زموږ ستراتيژي ېې له ستونزو سره مخ کړي، خو موږ خپلو امکاناتو څخه د استفادې په خاطر د ګټورو لارو چارو د موندلو په لټه کې یو.»
امریکايي چارواکو په یوه اعلاميه کې ويلي چې د جمعې په ورځ د یوې کوچنۍ الوتکې پيلوټ د اور وژنې پر مهال وژل شوی.
پولیسو د پنجشنبې په ورځ یو ۴۲ کلن سړی چې یو اور اخیستلی موټر ېې یو ګړنګ ته غورځولی وو، د دغې اورلګېدنې د عامل په تور نیولی دی. د کاناډا په ځينو برخو کې هم په ځنګلونو کې د اورلګېدنې ویل شويٍ دي.
کارپوهان وايي د انساني فعالیتونو په نتیجه کې اقليمی بدلون د ځمکې کره او د حرارت درجې په لا لوړېدو کې نقش لري.
/pr/bbk/jgc/nro/sco/mca(AFP)mks/aa
له آرشیف څخه (05.01.2020 ):