1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي امریکا سرمشریزه په یووالي سره پای ته ورسېده

۱۴۰۱ دی ۲۱, چهارشنبه

د لومړي سر تر اختلافاتو او بې اعتمادۍ فضا وروسته د امریکا متحده ایالاتو او مکسیکو جمهوررئیسانو جوبایدن او اندریاس مانوییل لوپيز اوبرادور، د شمالي امریکا په سرمشریزه کي خپل یووالی ښکاره کړ.

https://p.dw.com/p/4M0dM
Mexiko | Nordamerika-Gipfel
انځور: Fernando Llano/AP Photo/picture alliance

د دغي درې اړخیزي سرمشریزي په اخره کي لوپيز اوبرادور د کاناډا د صدراعظم یوستین ترویدو، سره یوځای د بایدن د حکومت د مهاجرت تګلاري ستاینه وکړه.

په سرمشریزه کي د مهاجرت د موضوع تر څنګ د مخدره موادو، رقابت کولو توانايي او اقلیمي تغیر په باب هم خبري وسوې.

لوپيز اوبرادور همدارنګه د یوه ګډ کمېسيون د جوړیدو اعلان وکړ، کوم چي به د اقتصادي ښه ادغام او ترانسپورټي امکاناتو د لا تقویه کیدو په باب سلا مشورې سره کوي.