1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تاريخاسرائیل

د شتر مرغ ۴۰۰۰ کاله پخوانۍ هګۍ موندل شوې

۱۴۰۱ دی ۲۳, جمعه

په اسرائيل کې د شتر مرغ اته هګۍ چې څو زره کاله قدامت لري، کشف شوي دي. د دې موندنې له لارې ښايي د هغو کوچيانو د ژوند په اړه ډېر معلومات ترلاسه شي چې زرونه کاله پخوا یې دې سيمې ته تګ راتګ کاوه.

https://p.dw.com/p/4M7bv
په اسرائيل کې ۴ زره کاله پخوانۍ د شتر مرغ هګۍ موندل شوي
په اسرائيل کې ۴ زره کاله پخوانۍ د شتر مرغ هګۍ موندل شويانځور: Emil Aladjem/Israelische Altertumsbehörde/dpa/picture alliance

د اسرائيل د لرغونو آثارو ادارې د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې څېړونکو د يوه لرغوني نغري ترڅنګ د شتر مرغ د هګيو مات پوستکي موندلي دي. اټکل کيږي چې دا هګۍ به له ۴ تر ۷ زرو کلونو پورې پخوانۍ وي.

د اسرائيلو د لرغونو آثارو ادارې د مشر په خبره دا چې د هګيو دغه پوستکي ډېره اوږده موده د ريګو تر غونډيو لاندې ول، ښه ساتل شوي دي. همدا راز د دغي سيمې ډېرې وچې هوا هم ښايي اغیز لرلی وي.

ګورجستان کي ۱،۸ مليون کاله لرغونی انساني غاښ وموندل سو

دغه چارواکي زياته کړې ده چې د دې موندنې له لارې ښايي د هغو کوچيانو په اړه ډېر معلومات ترلاسه شي چې زرونه کاله پخوا یې دې سيمې ته تګ راتګ کاوه. داسي فکر کيږي چې مخکي تر هغه چې دغه سيمه په ۱۹مه پېړۍ کې له منځه ولاړي شي، هلته به ډېر شتر مرغان موجود ول.

د اسرائيل د لرغونو آثارو له ادارې څخه د امير ګورسالچاني په خبره دا موندنې ښيي چې په لرغوني دور کې د شتر مرغ له هګيو د ګاڼې او يا د اوبو د لوښو په توګه استفاده کيدله، خو د شتر مرغ هګۍ د خوړو يوه ډېره ښه منبع وه.

په اسرائیلو کې ۱۹۰۰ کلن زوړ مقدس کتاب موندل شوی

ګورسالچاني وايي چې د شتر مرغ يوه هګۍ د چرګې د ۲۵ هګيو په اندازه غدايي مواد لري.

نوموړي زياته کړې ده چې اوس به د شتر مرغ د موندل شويو هګيو پوستکي د يوه «پازل په څېر» څنګ تر څنګ کيښوول شي او په لا دقيقه توګه به وڅېړل شي.

ب. ص/ ن. ز (dpa)

زموږ له آرشيف څخه: