1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه پای ته رسیږي

۱۴۰۱ شهریور ۲۵, جمعه

د دولتي او حکومتي مشرانو ترمنځ له سلا مشورو وروسته نن جمعه(د سپټمبر ۱۶ مه) د ازبکستان په سمرقند ښار کي د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه پای ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/4GxpT
Usbekistan Samarkand | SOC GIpfeltreffen
په دغه سازمان پوري نن ورځ د روسیې، چین او هندوستان تر څنګ قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان هم تړلي ديانځور: picture alliance / ASSOCIATED PRESS

په دې ترځ کي به د روسیې جمهورئیس، ولاد یمیر پوتین ددغه سازمان د راتلونکي په هکله خپله دیدګاه بیان کړي. 
په همدې حال کي د څو اړخیزو خبرو په جریان کي پوتین په ځانګړي ډول د چین د دولتي او حزبي مشر، شي جین پینګ سره د لیدني پر مهال پر اوکراین باندي د حملې په موضوع کي سیاسي ملاتړ تر لاسه کړ.
د ترکیې د جمهورئیس، رجب طیب اردوغان سره بیا پوتین غواړي د غله جاتو تړون د عملي کیدو پر موضوع باندي خبري وکړي، له کوم څخه چي مسکو راضي نه دی.
په دغه سازمان پوري نن ورځ د روسیې، چین او هندوستان تر څنګ قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان هم تړلي دي. ویل کیږي چي د اوسنۍ سرمشریزي په جریان کي به ایران هم هغه ته ورشامل سي.