1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

»د سگریټو او الکهولو استعمال ماغزه زړوي«

۱۳۹۸ بهمن ۱۳, یکشنبه

د سگریټو او الکهولو د استعمال هغه خطرونه، چي د سرطان، د زړه د حملې او یا سږو د خرابیدو سبب کیږي، ټولو ته معلوم دي. خو اوس ثابته سوې ده، چي سگریټ او الکهول پرمغز باندي هم تأثیر کوي او ژر یې زړوي.

https://p.dw.com/p/3XAB0
Symbolbild Rausch Mann Alkohol Zigarette Kater trinken betrunken
انځور: picture-alliance/dpa

څیړونکو اوس معلومه کړې ده، چي د سگریټو او الکهولو مسلل څکول او چښل پرمغزو باندي هم تأثیر کوي او ژر یې زړوي. ساینس پوهانو د مصنوعي زیرکتیا د تصاویرو په کومک(KI ) د هغو کسانو ماغزه، چي د سگریټو او الکهولو سره عادت دي، څیړلي او دې نتیجې ته رسیدلي دي، چي د سگریټو ، الکهولو او نورو مخدره موادو استعمال د دې باعث گرځي، چي د انسان  ماغزه ژر زاړه سي. په لاس انجلیس کي د جنوبي کلفورنیا د پوهنتون څخه د آرتور توگا په مشرۍ دغه ټیم خپل نتایج په یوه علمی مجله(Scientific Reports ) کي نشرکړي دي.

دغه ساینس پوهان لیکي: « دا یوه معلومه خبره ده، چي ځیني عادتونه او د ژوندانه طرز د مغزو د بعضو ځایونو د کمیدو د سرعت سره ارتباط لري، خو دا خبره چي سگریټ او الکهول او همدارنگه ځیني جنیټیکي عوامل د ټوله مغز د ساختمان د زړیدو سبب کيږي، تر ډیره حده پوري نه ده توضیح سوې.»

Symbolbild | biertrinkende Jugendliche
انځور: picture-alliance/dpa/M. Führer

ځکه نو  آرتور توگا او ټیم یې د بریتانیا د بیولوژیکي اطلاعاتو د مرکز(UK Biobank) د ارقامو څخه استفاده وکړه، کوم چي د ډیره وخته څخه پرمغز باندي د جنیټیکي تأثیراتو او اقلیم تأثیرات څیړي. هغوی د مصنوعي زیرکتیا په کومک د ۱۷۳۰۸ توموگرافي تصاویرو څخه یوازي ۳۰ فیصده یې د یوه داسي ماډل د جوړولو له پاره استفاده وکړه، چي ارقام جمع کوي. دوی دغه ماډل ته وروښوول، چي د یوه امتحاني کس د مغزو نسبي عمر د خپلو توموگرافي تصاویرو په کومک تعین کړي. بیا نو د مغز د عمر تعینیدل د هغه د همزولانو سره مقایسه کیږي. په دې ډول سره هغه ښکاره کوي، چي ایا مغز تر اصلي سن زوړ او که ځوان دی.

په دغو تجاربو کي دا هم معلومه سوه، چي هغه کسان چي ځوان ماغزه لري، تر نورو چي ماغزه یې زاړه وي، ډیري لاسته راوړني هم لري.

DPA/GP/AWA