1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سړې جګړې وروسته د روسیې ستر پوځي مانورونه

۱۳۹۷ شهریور ۷, چهارشنبه

روسیه به سپتمبر میاشت کې خپل ستر پوځي مانورونه تر سره کړي. دغه پوځي مانورونه چې له سایبریا تر لیرې ختیځه سیمه کې کیږي پکښې به ۳۰۰ زره عسکر، په زرونو ټانکونه، تر زرو زیاتې الوتکې او سمندري ځواک دوه لوی واحدونه برخه ولري.

https://p.dw.com/p/33vM1
Russland Manöver Militär  Russland Belarus
انځور: picture-alliance/dpa/A.Novoderezhkin

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو، تر ۱۹۸۱م کال وروسته د سترو پوځي مانورونو د تر سره کیدو خبر ورکړی دی. دغه پوځي تمرینات چې د «وستوک ـ ۲۰۱۸» نوم ورکړل شوی دی د روسیې په ختیځ کې کابو په ټوله پوځي سیمه کې تر سره کیږي.

د سلونو زرو سرتیرو تر څنګ به ۳۶ زره پوځي تجهیزات لکه ټانکونه او د عسکرو د لیږد له پاره زرې موټر، شا او خوا ۱۰۰۰ الوتکې او څرخي الوتکې او همداشان د سمندري ځواک دوه لوی واحدونه په دغو پوځي مانورونو کې شامل وي. ویل شوي دي چې هوایي ځواکونه به هم په دغه مانورونو کې برخه ولري. د انترفاکس خبري آژانس د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو، له قوله لیکلي دي چې دغه ټول مانورونه «تر کومه چې ممکنه وي، د جګړې د یوه واقعي میدان شرایطو ته ورته وي.»

د جاپان انتقاد

د دغه پوځي مانورونو په ځینو پړاونو کې د چین او منګولیا / مغولستان عسکر هم برخي اخلي. د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف، ویلي دي چې د دغه مانورونو د پیلیدو پر مهال به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ولادي وستوک کې په یوه اقتصادي فورم کې حضور ولري او په خبره یې هلته به د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وویني. خو د ویاند په خبره داسې څه نه دي پلان شوي چې دواړه مشران دې له پوځي مانورونو لیدنه وکړي.

د دغو سترو پوځي مانورونو په هکله د جاپان له لوري انتقاد شوی دی. د جاپان د بهرنیو چارو وزرات له لوري ویل شوي دي چې هیواد یې د روسیې ـ چین ګډو ځواکونو تمرینات په اندیښنې سره څاري.

د ناټو د ۴۰ زرو عسکرو پر وړاندې د روسیې ۳۰۰ زره عسکر

د سړې جګړې تر ختمیدو وروسته به د ناټو په ستر احتمالي پوځي مانورونو کې د ناټو د ۳۰ شریکو هیوادونو شا او خوا ۴۰ زره عسکر برخه واخلي. دغه پوځي تمرینات د اکتوبر له ۲۵مې نیټې څخه د نومبر تر اوومې نیټې پورې تر سره کیږي. د دغو مانورونو زیاته برخه به په ناروې کې وي. یوازې آلمان دغو پوځي تمریناتو ته ۸۰۰۰ عسکر، شا او خوا ۱۰۰ ټانکونه او په ټوله کې تر ۲۰۰۰ زیاتې موټرې لیږي.

د روسیې دغه پوځي مانورونه لوی والی چې ۳۰۰ زره عسکر پکښې ونډه لري د آلمان د اردو په پرتله چې شمیر یې ۱۸۰ زرو تنو ته رسیږي، څرګند دی. د روسیې د «وستوک ـ ۲۰۱۸» په نوم پوځي مانورونه د سړې جګړې تر ختمیدو وروسته ستر پوځي مانورونه دي. په ۱۹۸۱م کال کې د سړې جګړې پر مهال په پخواني شوروي اتحاد کې د «سپاد ـ ۸۱» په نوم پوځي مانورونه تر سره شوي وو، چې له اوسنیو مانورونو ستر وو.

په تیر میلادي کال کې روسیې خپل د دوبي پوځي مانورونه په لویدیځه پوله تر سره کړي وو. د مسکو د معلوماتو له مخې په «سپاد ـ ۲۰۱۷» مانورونو کې ۱۲۷۰۰ عسکرو ونډه اخیستې وه. خو د ناټو استازي اټکل کوي چې اصلي شمیر تر دې په څرګند ډول لوړ وو.