1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د سياسي چارو کارپوه وحيد مژه وژل شوی

۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده په کابل کې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3TOZV
Wahid Muzhda Afghanistan-Experte aus Kabul
انځور: DW

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي، د وحيد مژده د وژل کيدو خبره تائید کړه. هغه له دويچه ويله سره په خبرو کې  وويل: «نن ماښام شا او خوا پنځه بجې د افغانستان د سیاسي چارو شنونکي وحید مژده چې غوښتل یې د ماښام د لمانځه د ادا کولو له پاره د روسیې سفارت ته څیرمه مسجد ته ورشي، د دوو موټر سایکل سپرو له لوري په ډزو ووژل شو.»  د کورنیو چارو وزارت وایي چې دغه قضیه د پولیسو تر څیړنې لاندې ده.

وحید مژده د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په بهرنیو چارو وزارت کې کار کاوه او په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د بریدونو په پایله کې د طالبانو تر سقوط وروسته د افغانستان په رسنیو کې د سیاسي او طالبانو د چارو د شنونکي په توګه راڅرګندیده.

تر اوسه هیڅ کوم کس یا ډلې د دغه وژنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. په وروستیو کې په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې د اشخاصو د ترور کیدو پيښې زیاتې شوي دي.